د برتانیې هېمپشاير کاونټۍ افغان مجیب الرحمان په خپله ډله کې ونیوو

د برتانيې هېمپشایر کاونټۍ اعلان کړې چې د ټي ټوېنټي راتلونکو مقابلو لپاره یې د افغانستان ځوان لوبغاړی مجیب الرحمان او د نیوزي لینډ کولن منرو په خپله ډله کښې شامل کړیدي.

مجیب الرحمان دا محال د هندوستان پریمئیر لیگ (ايي پي اېل) کال ٢٠١٨ کې د پنجاب الیون په ټیم کښې لوبیږي. هغه به د هیمپشائر په ټولو مقابلو کښې موجود وي ولې د سپین بال ماهر کولِن منرو به خالي د اگست میاشت پوري دوي سره وي پس د دې به هغه کیریبین پریمئر لیگ کښې برخه اخستو لپاره ځي.

د افغانستان اولس (١٧) کلن مجیب الرحمان په تیر دسمبر میاشت کښې خپلې نړیوالې لوبې شورو کړي. وړومبی یې افغانستان، برطانیه کې کیدونکې نړیوال کپ مقابلو لپاره اهل گرځیدو کښې خپل رول ولوبو، بیا د هند پریمئر لیگ له ټولو وړوکې لوبغاړې جوړ شو.

مجیب د کال ٢٠١٧ د افغان کرکټ ټیم د نورلس کالو نه کم لوبغاړو ټیم برخه و کوم چې اېشیا کپ کښې تاریخي گټه ترلاسه کړې وه.

په ١٥و یوه ورځنۍ نړیوالو مقابلو کې مجیب د اف بریک، لیگ سپن او گوگلي سپن بالنگ په لار ٣٥ وکټې اخستي، دغه شان ده نړیوال ټي ټوېنټي مقابلو کې دوه وکټې هم ترلاسه کړېدي.

هیمپشائر لخواه خپله ډله کښې د شاملولو په فیصله افغان ستوري ویلي هڅه بې یې وي چې هیپمشائر ډله بریالتوب ومومي: ٫ دا زما لپاره یو لوی افتخار دی چې په انگلستان کې کورني کرکټ مقابلو کې برخه واخلم. زما په خپل کیریر کې دې چیلنج ته زه سترگې په لار وم.٬٬