پاکستان کې موجود د بنګله دېش د کرکټ د وتلي لوبغاړي شکیب الحسن په ضد د قتل مقدمه درج شوې

د بنګله دیش د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپتان اؤ ال راونډر شکیب الحسن په ضد د هغه هېواد د پایتخت ډهاکه په یوه تاڼه کې د قتل مقدمه درج کړل شوې ده.

شکیب الحسن دا مهال پاکستان کې دی اؤ هغه د ټيسټ لوبو په لړۍ کې د بنګله دېش د قامي لوبډلې استازیتوب کوي.

د بنګله دېش د ډيلي سټار ورځپاڼې د رپورټ له مخې د ډهاکه د ادابار په پولیس تاڼه کې د شکیب الحسن په ضد د پینځم اګست د اړي ګړي په مهال د منیارۍ د یوې کارخانې د یو ملازم د وژنې مقدمه درج کړل شوې ده.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ درج کړل شوې دې مقدمه کې د بنګله دېش د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد اؤ د هغې د کابینې یو شمیر وزیرانو، قانون سازانو اؤ د عوامي لیګ د ګڼ شمیر مشرانو په ګډون ۱۴۷ کسان نومول شوي دي.

د رپورټ له مخې د کارخانې د ملازم د وژني ایف آي ار کې د شکیب الحسن نوم په ۲۸م نمبر دی.

شکیب الحسن د عوامي لیګ له لوري د پارلیمان غړی دی اؤ هغه دا مهال د پاکستان راولپنډۍ ښار کې د ټيسټ کرکټ په روانو سیالیو کې د بنګله دېش استازیتوب کوي.

په پینځم اګست د بنګله دېش پلازمینه ډهاکه کې راپاریدلي د حکومت مخالفین د وزیراعظمې په ماڼۍ ورختلو لپاره روان وو چې له دې امله وزیراعظمه خپل هیواد پرېښودو اؤ هند کې پناه اخستو ته اړه شوې وه.

په بنګله دېش کې دا مهال د نوبیل جایزه ګټونکي ډاکټر محمد یونس په مشرۍ لنډ مهاله حکومت جوړ شوی چې ورته د ټولټاکنو کولو ذمه وارۍ سپارل شوي دي خو ددغه عبوري حکومت یو وزیر اشاره ورکړې ده چې تر څو اصلاحات نه وي ترسره شوي حکومت به تر هغې د انتخاباتو اعلان نه کوي.

د منیارۍ د کارخانې د وژل شوي ملازم روبیل پلار رفیق الاسلام په ادابار تاڼه کې د خپل زوي د وژنې مقدمه درج کړې اؤ تفتیشي افسر نذر الاسلام د مقدمې درج کېدو پخلی کړی دی.

خواست کوونکي مقدمه کې د عوامي لیګ ګوند لږ تر لږه ۴۰۰ نامعلومه رضا کاران هم نومولي دي.

(د وي او ای اردو په مننه)