دبې نظيرې قتل کيس کې عدالت مشرف ته حاضريدو حکم کړى

دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړي عدالت دپخواني وزيراعظمې بې نظير بهټو دوژنې په مقدمه کې پخوانى پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف اؤ نور ملزمان دروانې مياشتې په 23م تاريخ غوښتي دي.
دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دبې نظير بهټو دقتل کيس اورينه تر 23م اپريل ځنډولې ده. دکيس اوريدنه نن داى ټي سي جج چوهدري حبيب الرحمان کړې ده.
که هر څو مشرف په دغه کيس کې له دې وړاندې هم دوه ځله غوښتل شوى ، خو په نننۍ اوريدنه کې هم عدالت ته وړاندې کيدو کې ناکامه شوى چې له دې وروستو جج هغه اؤ نورو ملزمانو ته سمن جاري کړو.
تيره مياشت په 29م تاريخ دسندهـ هائيکورټ دبې نظير بهټو دوژنې دکيس پشمول دريوؤ مقدمو کې دپخواني صدر حفاظتي ضمانتونو کې پراختيا کړې وه اؤ په هغه يې هيواد څخه په بهر وتلو پابندي لگولې وه.
بې نظير بهټو په 27م دسمبر،2007م کې دراولپينډۍ په لياقت باغ کې ديوې سياسي جلسۍ څخه په واپسۍ بمي چاؤدنه اؤ دډزو په پيښه کې وژل شوې وه