دجمعې ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دبلوچستان په مرورو بيلتون خوښو غږ کړى چې هغوئ بايد ملي ځاندره کې شامل شي حکومت ترې د انتقام اخستو هيڅ اراده نۀ لري.
نوموړي د بلوچستان دزلزله ځپلې سيمې اواران دوره کړې اؤ دغلته يې په پخپله وينا کې بلوڅ بيلتون خوښو څخه دوسلو غورځولو اؤ دهيواد دخيرښيگړې لپاره دکار کولو غږ غوښتنه کړې ده.
نواز شريف په ډاگه کړې ده چې ياغيانو سره دجگړې له امله به هيڅ گټه ترلاسه نۀ شي اؤ وې ويل هغوي” زمونږ وروڼه دي“ اؤ ور څخه دانتقام اخستو اراده ساتل نۀ دي پکار.
له دې وړاندې څوڅو کرته د بلوچستان وزيراعلي ډاکټرعبدالمالک بلوڅ هم مرورو بيلتون خوښو بلوڅ مشرانو ته د جوړجاړي وړانديزونه کړي دي خو د بلوچستان صوبې بيلتون خوښي ياغي بلوڅان دريځ لري چې صوبې ته يې بايد پخپلو وسيلو د واک حق ورکړل شي اؤ استخباراتي شبکې دې دهغوئ د خلکو د ورکؤلو اؤ وژلو څخه لاس واخلي.
په دغه موقعه نوازشريف په اواران کې زلزله ځپلو اؤ قبائيلي مشرانو ته پخپله وينا کې دځپلو کورنو دمدد لپاره دپينځوؤو، پينځوؤ لکو روپو دمرستې ورکولو اعلان هم وکړو، همدغه راز ژوبل کسانو ته به هم سړي سر يو نيم لک روپۍ ورکولى شي.
نواز شريف په ډاگه کړه چې اواران به په يوه مثالي ضلع بدلولى شي اؤ زياته يې کړه چې حکومت داواران دنور ښه کولو پلان لري ، ترڅو دغه سيمه دکراچۍ يا لاهور څخه کمه نۀ وي.
وزيراعظم وويل مونږ ته اواران ديو کلي نۀ بلکې ديو ښکلي ښار په توگه جوړول پکار دي.
هغه وويل بې لارې شوؤ کسانو ته وئيل غواړي چې په ملکي کاروان کې دې شامل شي اؤ زمونږ سره دې په شريکه امدادي کارونو کې برخه واخلي.
په دغه موقع وزيراعظم سره داخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوچ هم موجود وؤ.
دستمبر په ٢٤مه نيټه بلوچستان کې د7.7 شدت يوه زلزله راغلې وه چې له امله يې په سلگونو دخاورې کورونه نړيدلي وؤ اؤ دبلوچستان په اواران اؤ کيچ ضلعو کې يې تباهي خوره کړې وه، په دغه زلزله کې د٣٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ ٨٠٠ نور ژوبل شوي وؤ.