ملګري ملتونه وايي په غزه کې د وژل شویو خلکو څخه ۷۰ فیصد ښځې او ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه، په غزه کې د ټولو نه د کم عمر تن چې وژل شوی، ددغه ماشوم هلک عمریوه ورځ و او د ټولو نه د زیات عمر تن چې وژل شوی ۹۷ کلنه ښځه وه

د ملګرو ملتونو هیومن رایټس اف یا د انساني حقونو دفتر د جمعې په ورځ وویل د غزه په جنګ کې چې د کومو مرګونو تصدیق يې کړی په هغې کې ۷۰ فیصد مرګونه د ښځو او ماشومانو دي. ادارې دا صورتحال د د نړیوال انساني قانون د بنیادي اصولو په منظمه ډول خلاف ورزي وبللو او غندنه یې وکړه.

ملګرو ملتونو په غزه کې د جنګ په وړمبو اووه میاشتو کې وژنو ته کتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر په دې اووه میاشتو کې د ۸۱۱۹ مرګونو تصدیق کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې د تراوسه د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د وژل شویو خلکو د صنف او عمرونو په اړه د ملګرو ملتونو معلومات د فلسطیني چارواکو د دې دعوې تاید کوي چې په غزه کې د وژل شویو کسانو زیاتره شمېره د ښځو او ماشومانو ده.

په غزه کې د جاني نقصان په اړه د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر د ۳۲ پاڼو خپل رپورټ سره په یو بیان کې وویل د ادارې موندنې د نړیوال انساني قانون د بنیادي اصولو په منظمه ډول خلاف ښيي چې په کې فرق او تناسبیت هم شامل دی.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو های کمېشنر والکر ټرک وویل ضروري خبره دا ده چې د نړیوال قانون د سنګینو خلاف ورزیو د الزاماتو دې د اعتماد وړ او د غېر جانبدارانه عدالتي ادارو په زریعه تحقیقات وکړی شي او اړونده معلومات او شواهد دې راټول او محفوظ کړی شي.

اسرایل د رپورټ د موندنو په اړه په سمدستی توګه څه نه دي ویلي.

اسرايلي پوځ په غزه کې د حماس خلاف جنګ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع کړو. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نيولي وو.

په غزه کې د یو وسله وال د وژل کېدو په سر یو ملکي تن وژل شوی دی. اسرایل د دې تناسب الزام په حماس لګوي او وايي حماس ملکي سهولتونه استعمالوي. حماس دا خبره ردوي چې د هسپتالونو په شمول ملکي ځایونه د عسکري مقاصدو دپاره استعمالوي.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه، په غزه کې د ټولو نه د کم عمر تن چې وژل شوی، ددغه ماشوم هلک عمریوه ورځ و او د ټولو نه د زیات عمر تن چې وژل شوی ۹۷ کلنه ښځه وه.

په مجموعي توګه د وژل شویو کسانو څخه ۴۴ فیصد ماشومان دي چې عمرونه يې د پینځو نه تر د نهه کلونو پورې ده. بیا ورپسې د ۱۰ نه تر د ۱۴ کلونو پورې او د دې نه زیاته ده.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي دا جاني نقصان ملکي کسان زیان نه د بچ کولو په لړ کې په احتیاط کې ناکامی څرګندوي.

د متحده قومونو رپورټ وايي په ۸۸ فیصد پېښو کې په یوه حمله کې پینځه او یا د پينځو نه زیات کسان وژل شوي دي چې دې خبرې ته اشاره کوي چې اسرایلي داسې ډول وسلې استعمالوي چې په پراځه کچه سیمه متاثر کوي. د رپورټ ترمخه په ځینو پېښو کې د فلسطیني وسله والو په خطا چلول شوو وسلو هم ملکي خلکو ته نقصان رسوولی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل