د چین کميونسټ پارټۍ د مذهبي ډلو دپاره نوي شرطونه اعلان کړي چې سي سي پي وايي د مذهبي مقاماتو د انتظام چارې به بهترې کړي خو داسې ښکار چې نوي اقدامات به په چین کې د مذهب په ازادۍ نور خنډان ولګوي.
د مذهبي ډلو دپاره د سي سي پي نوي شرایط به د جمعې د ورځ نه عملي شي.
د نویو اقداماتو ترمخه، مذهبي ځایونه به د کمیونسټ پارټۍ د رهبرانو او د سوشلېسټ نظام ملاتړ به کوي او د صدر شي جېن پېنګ د سوشلزم د نوي نور حمایت به کوي چې چینايي خصوصیات ولري.
د مذهبي ډلو دپاره په نوو شرطونو کې مذهبي تنظیمونه او افراد منع کړی شوي چې مذهبي مقامات به قومي سلامتیا د خطر سره مخامخ کولو او په سماجی نظم کې د ګډوډۍ دپاره به نه استعمالوي او نه به هم عامه مفادات او د شهريانو قانوني حقونه د خنډ سره مخامخ کوي.
بېټر وېنټر نومې وېب سایټ چې په چین کې د مذهبي ازادۍ او د انساني حقونو څارنه کوي، تېره هفته وویل د چین نوي هدایات د دې خبرې تصدیق کوي چې د مذهبي هلو ځایونه به د کمیونسټ پارټۍ پراپګېنډا نشر کوي او که داسې نه کوي نو پابندي به پې ولګول شي.
وېب سایټ وویل په دې اړه هم سخت شرایط لګول شوي چې د سي سي پي پراپګېنډا به په مذهبي خطبو کې شاملول کېږي او د سي سي پي د مواد د مطالعې دپاره به حلقې جوړول کېږي. د کلیساګانو او نورو مذهبي ځایونونه بهر په لویو مجسمو په پابندي لګول شوې ده.
په دنیا کې د مذهبي ازادۍ دپاره د کال ۲۰۲۲ د رپورټ شایع کولو نه مخکې د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ویلي وو چې چین د مذهبي ازادۍ او د انساني حقونو ترټولو زیاتې سنګېنې خلاف ورزۍ کوي.
عیسايي پادري ليیو فېنګ ګېنګ چې د مذهبي ازادۍ دپاره د فعالیت په سر یې په کلونو وخت د چین ک حراست کې تېر کړي او اوس په کېنېډا کې ژوند کوي، وايي د چین د نوو اقداماتو دلاندې عیسایان د سوشل ازم هلته حمایت کولی شي چې باید د کمیونسټ پارټۍ غړي وي.
د چین د انساني حقونو قانون پوهه چېن جیانګېنګ چې اوس په امریکا کې مېشته دی، وايي د مذهب په اړه د چین نوي احکامات د چین ولس د مذهب د ازادۍ نه محرومه کوي.
د امریکې د څېړنې دارې پيېو د اګست په ۳۰ شایع شوي خپل رپورټ کې وویل چې چین پېنځه مذهبونه بدمت، د عیساعیت کېتلېک مسلک، اسلام، د عیساعیت پروټېسټیمزم او تاوازم، په رسمیت پېژني او د عبادتخانو، مذهبي مشرانو او مالي چارو یې نژدې څارنه کوي.
د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر داسې کارونه د دغو مذهبونو په خپرولو کې مرسته کولی شي په هغو کارونو پابندي ده.
عیسايي پادري لیېو وايي د مذهب په اړه د سي سي پي تازه ګامونه ښښي چې کمیونسټ پارټۍ د مذهب په ازادۍ خپل ګرفت نور سخت کړی او غواړي چې عیساعیت د چین د اثر لاندې راولي.
د وي او ای رپورټ وايي د چین په نویو احکامات کې د خانقاګانو، جوماتونو، کلیساګانو او د مذهبي فعالیتونو د نورو هغو مقاماتو ذکر شوی چې حکومت سره یې نوم لیکنه شوې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای د چینايي ژبې څانګې نه اخیستل شوي دي