د وفاقي حکومت تحقیق کوونکي کتنه کوي چې شل کلن تامس مېتیو کروکس په څه مقصد په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ قاتلانه حمله کړې خو دوي د جوابونو نه زیات د نورو پوښتنو سره مخامخ کېږي.
د اېف بي ايي چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل تحقیقات په ابتدايي مرحلو کې دي خو تر اوسه يې چې کوم معلومات ترلاسه کړي دي دا نه څرګندوي چې په څه مقصد يې په ټرمپ ډزې وکړې.
د اېف بي ايي ډپټي ډرېکټر خبریالانو ته وویل د کروکس تېکسټ مېسېجونو او فون کالونو ته په محدوده کچه کتنه شوې ده چې هغه په څه مقصد حمله کړې او ایا چې د هغه سره نور څوک هم په دې سازش کې شامل وو خو څه ډېر معلومات نه دي راڅرګند شوي.
نورو چارواکو ويلي کروکس یوازې و. دغه چارواکي وايي د کروکس د موبایل ته لا لاس رسی نه دی شوی او په سوشل میډیا د هغه د نظريې په اړه څه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ډېسکورډ د سوشل میډیا پلېټ فارم دی ګېمرز دپاره مقبولیت لري، د اتوار، يکشنبې، په ورځ يې وویل د کروکس سره تړلی یو اکاونټ يې معلوم کړی دی او د اېف بي ايي د موندنو تصدیق کوي.
د ډېسکورډ یو ترجمان وي او ای ته په بیان کې وویل دغه اکاونټ په څو میاشتو کې نه دی استعمال شوی او داسې څه شواهد نه دی موندل شوي چې کروکس په دې پلېټ فارم د پېښې منصوبه سازي کړې یا يې تشدد ته وده ورکړې او یا يې په خپلو سیاسي خیالاتو بحث کړی دی.
په عېن حال کې ځینو هغو کسانو خبرې کړي چې کروکس پېژني.
جېسن کولر د اتوار، يکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه او کروکس په یو ځای په بېتل پارک، پېنسېلوېنیا، کې های سکول کې وو او کروکس به زیاتره یوازې او ځان ته اوسېدلو.
کولر وویل کروکس به همیشه یوازې و او خلکو به ډېر زیات ویرولو.
د سکولونو د انتظام مقامي بورډ په یو بیان کې ویلي کروکس به ۲۰۲۲ کې د های سکول نه فارغ شوی او په ریاضۍ او ساینس کې ورته د ۵۰۰ ډالرو انعام هم ورکړی شوی و.
کولر وویل په سکول کې د غرمي د ډوډۍ په وخت به کروکس اکثره یوازې ناست و، نورو ماشومانو به په هدف کولو او د کرونا وبا په مهال د ماسک پابندي د ختمېدو وروسته به يې هم ماسک لګولی و.
کولر وویل تا به چې کروکس ته کتل نو معلومېده به درته چې د هغه په اړه څه نه څه عجیبه دي.
کروکس د خالي، شنبې، په ورځ په پېنسېلوېنیا ریاست کې د یوې ودانۍ د بام نه په ټرمپ په داسې وخت پینځه یا شپږ ډزې وکړې چې هغه یوې جلسې ته تقریر کولو. کروکس د یو اېس سيکرېټ سروس د اېجنټانو په ډزو ووژل شو.
قانون نافذ کوونکو چارواکو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د کروکس د موټر او کور نه بمونه ترلاسه شوي او هغه چې په ډزو کې کوم ای ار ټوپک استعمال کړی د هغه پلار اخیستی و.
د کروکس پلار مېتیو کروکس د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن ته وویل هغه معلومول غواړي چې څه روان دي او د قانون نافذ کوونکو سره د خبرو وروسته به نورې خبرې کوي.
د اېف بي ايي چارواکو وویل په ټرمپ د هغه د قاتلانه حملې نه مخکې کروکس د قانون نافذ کوونکو ادارې په نظر کې نه و راغلی.
چارواکي وايي تر اوسه يې داسې څه نخښې نخښانې نه دي موندلي چې کروکس د څه ذهني ناورغۍ ښکار و.