سږکال د ادب په برخه کې د نوبل جایزه، یو ټانزانیایي ناول لیکونکي عبدالرزاق قورنه وګټله، ځکه هغه د مهاجرو د تجربو جزییاتو باندې ډېر کار کړی او په دې یې هم ډېرې لیکنې کړي چې څنګه نوآبادیاتي نظام (کلونیالیزم) د افریقې په ثقافت اثر غورځولی دی.
د سویډن اکېډمۍ کې دایمي سکرټري ماټس هېلم، په سټاکهولم کې وویل چې عبدالرزاق قورنه د نوبل دا جایزه «په جد و جهد او د کوم سازش نه بغیر، د نوآبادیاتي نظام د اثراتو او په خلیج کې د مهاجرو د قسمت په اړه د ثقافتونو او براعظمونو ترمنځ د راغلي فرق په اړه» د لیکنو په خاطر ګټلې ده.
عبدالرزاق قورنه په کال ۱۹۴۸ کې د هند اوقیانوس په زنجبار جزیره کې زېږېدلی او همالته لوی شوی، بیا د ۱۹۶۰کلونو په آخره کې اېنګلنډ ته مهاجر شوی دی. هغه تر اوسه لس ناولونه او یو شمېر لنډې کیسې لیکلي دي.
د سویډن شاهي اکېډمۍ پخپل بیان کې ویلي، "د قورنه په ادبي کائناتو کې هرڅه بدلېږي – یادونه، نومونه، شناختونه."
د نوبل جایزې سره به عبدالرزاق قورنه یوولس لاکهه ډالره نغدې پېسې هم ترلاسه کړي، خو د لیکوالانو دپاره د نوبل جایزه، ډېر د وقار او حیثیت خبره هم ده، او د هغوی آثار په دنیا کې مشهوروي.
یاده دې وي چې د دې تېرې هفتې په سر کې د طبابت، فزیکس، او کیمیا په برخو کې هم د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول. د سولې د نوبل جایزه به نن د جمعې په ورځ او د اقتصاد د برخې نوبل جایزه به د ګل/دوشنبې په ورځ اعلانه شي. دا ټول ګټونکي به د ډسمبر په میاشت کې دا جایزې ترلاسه کړي.