چارواکي وائي دخالي په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په يو گاډي بريد کړى چې له امله يې يو پوليس عسکر اؤ دوه جنگيالي وژل شوي دي.
پيښه کې ددوؤ پوليسو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي.
دسيمه ييزو پوليسو يو مشر محمد حسين يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې ددوؤ جنگيالو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دغه پيښه دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور څخه 40 کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په رشکۍ نومې سيمه کې رامينځته شوې ده.
پوليس مشر محمد حسين وويل چې بريدکوونکي په دوؤ موټر سائيکل سوارۀ وؤ، لمړى هغوي يو لاسي بم وغورځولو اؤ بيا يې دسړک په غاړه ولاړ دپوليسو په گاډي ناتاره ډزې پيل کړې.
دهغه وينا وه چې دپوليسو په ځوابي ډزو کې دوه تندلاري وژل شوي اؤ نور په تيښته کې بريالي شوي دي.
يو بل پوليس چارواکي نثار خان هم په پيښه کې درامينځته شوې مرگ ژوبلې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دتښتيدلو جنگيالو دنيولو لپاره په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړل شوي دي.