نوښار : د علي حيدرگيلاني موندنې دپاره دپوليسو عمليات

دپاکستان دپخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دتښتول شوي ځوې علي حيدرگيلاني دموندنې په غرض دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور سره نزدې په نوښار ضلع کې پوليسو عمليات کړي دي ، خوهغه په گوتو نۀ دى ورغلى.
دپوليس چارواکو له مخې پوليسو دغه عمليات دنوښار په مصره بانډه، ميرهټۍاؤ داکوړي ميره کې کړي چې پکې دپيښور څخه يو تښتول شوى تاجر عبدالوهاب هم راخوشې کړل شوى دى.
په دغه عملياتو کې راخلاص کړل شوي عبدالوهاب دپوليسو لخوا دزيارت په ورځ ميډيا ته وړاندې کړل شوى اؤ هغه وئيلي دي چې علي حيدر هم دهغه سره يوځايې تښتونکو ساتلى ؤ اؤ اوس هم په دغه سيمه کې دتښتونکو سره دى.
راخلاص کړل شوي عبدالوهاب وويل دهغه تعلق دمسلم ليگ(ن) سره دى اؤ تښتونکو دانتخاباتو څخه څو ورځې وړاندې دپيښور څخه تښتولى ؤ.
هغه صحافيانو ته دا هم وئيلي دي چې تښتونکو دپخواني وزيراعظم په ځوې علي حيدر تشدد هم کولو اؤ دهغه ملا په دغه تشدد کې زخمي شوې ده.
دنوښار دپوليسو دمشر وينا وه دعلي حيدر گيلاني راخوشې کولو دپاره پوليس دکوټلې اطلاع په اساس ، عمليات کړي اؤ دوه ماشومان يې هم نيولي دي.
دپوليسو دغه مشروويل اوس هم پوليس دعلي حيدر گيلاني دموندلو دپاره په حرکت کې دي.
بايد وويل شي دپخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ځوې علي حيدرگيلاني په پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو څخه دوه ورځې دمخه په 9م مئ دپنجاب دملتان سيمې څخه وسله والو په داسې حال کې تښتولى ؤ، چې هغه دپنجاب دصوبائي اسمبلۍ دانتخاباتو په لړ کې خپلو کارکنانو سره په ميټنگ بوخت ؤ.
هغه دپنجاب اسمبلۍ حلقه پي پي 200 دپاره دپيپلز پارټۍ اميدوار ؤ.
دعلي حيدردتښتونې په موقع دورانکارو اؤ دهغه دساتونکو ترمينځ په ډزو کې دعلي حيدر سکتر محي الدين اؤ دهغه يو محافظ وژل شوي ؤ اؤ پينځه کسان نور ژوبل شوي وؤ.