سرکاري کمیشن وایي پاکستان کې 197 نور کسان لادرکه شوي دي

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم دا خبره هم کوي چې يو ځل بيا په بلوچستان کې د ځوانانو د جبري پورته کولو پېښې زياتې شوې دي

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې حکومتي کمیشن ویلي د روان کال ۲۰۲۴م په وړومبیو شپږو میاشتو کې د لادرکیو نورې 197 پېښې مخې ته راغلې دي.

په بلوچستان کې د جبري بې درکیو په ضد غږ پورته کوونکی سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنیز د جبري بې درکیو شمیره لوړه ښيي اؤ دعوه کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې له بلوچستان څخه 150 کسان په جبري توګه لادرکه کړل شوي دي.

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم دا خبره هم کوي چې يو ځل بيا په بلوچستان کې د ځوانانو د جبري پورته کولو پېښې زياتې شوې دي.

د بې درکیو په اړه حکومتي کمیشن پخپل تازه رپورټ کې ویلي په جنورۍ کې 55،فرورۍ کې42، مارچ کې 18،اپریل کې 15،مې کې 20 اؤ جون کې 48 کسان بې درکه شوي دي.

وایس فار بلوچ مېسنګ پرسن او د بشري حقوقو لپاره غږ پورته کوونکې د بلوڅانو د یووالي کمیټې په دې وروستیو کې دعوه کړې چې یوازې د مې په مياشت كې د بلوچستان څخه په جبرى توګه 68 کسان بې درکه شوي دى، چې زياتره د جبري بې درکیو پېښې په تربت ، ګوادر او پنجګور کې رامنځته شوي دي.

د لادرکه کسانو کمیشن وایي په تېرو 13 کالو کې ورسره د 10 زره اؤ 285 کسانو د بې درکۍ قضیې درج شوي اؤ په دې قضیو کې تر اوسه 6464 لادرکه کسان معلوم کړل شوي اؤ 2270 ورته لا پاتې دي.

د کمیشن له مخې په تېرو دیارلسو کلونو کې 4514 لادرکه کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي اؤ د کال 2011م نه تر کال 2022م پورې د 277 درکه کسانو مړي موندل شوي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کار کوونکې ډلې د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړنې د سرکاري کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کوي او وايي کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلی دی.

د ډېفنس اف هيومن راېټس غېر دولتي تنظيم مشرې امنه مسعود جنجوعه د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي، دریځ یې دی چې کوم رياستي خلک د خلکو په جبري توګه لا درکه کولو کې ښکېل دي د هغوي په ضد اقدام کول اړين دي.

هغې ویلي، د لادرکه کسانو د موندنې کمېشن هم په دې باندې اقدام نه کوي، د کمېشن سره په دې جرم کې د ککړو 150 کسانو فهرست موجود دی خو د هغوي خلاف هېڅ ډول کاروايي نه ده شوې.

د بلوڅ يکجهتې کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوچ په وروستیو ورځو کې په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي وؤ د حکومت لخوا د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره جوړ ټول کمېشنونه او کميټۍ يوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په معنا دي.

هغې دعوه کړې چې يوازې د مې په مياشت کې تر سلو زيات کسان په زور لادرکه کړل شوي دي او د بلوچستان داسې سيمه نشته چې په زور په کې خلک نه وي بې درکه شوي.

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتو او د بشري حقونو مبارزين د جبري لا درکيو تور اکثر د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د اپریل په میاشت کې د پاکستان د قانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ ویلي وؤ چي په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله کې د حکومتي ادارو د مداخلت تور نه شي رد کېدی ولې په دې اړه تر اوسه کوم پاخه او ښکاره شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د جون په 13 مه د بلوچ لا درکه زده کوونکو د مقدمې د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني ویلي وؤ‌ چې په بلوچستان کې په جبري توګه د خلکو د لا درکیو د پېښو له کبله په خلکو کې کرکه د ادارو نه بلکې د رياست خلاف سېوا کېږي.

هغه ویلي وؤ چې د جبري لادرکيو په تور به اوس د ادارو مشران عدالت ته راغوښتل کیږي.