د اسرایل او د فلسطیني مسلح ډلې حماس ترمنځ د ډزبندۍ دپاره په مذاکراتو کې بوختو مرکچیانو ویلي د سولې په کوښښونو کې پرمختګ شوی دی. دا خبره په دې معامله خبر لرونکو چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.
امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره کوښښونه کوي خو تراوسه نه دي کامیاب شوي خو په تېرو څو ورځو کې د امن دپاره کوښښونه بیا زیات شوي دي. دا په داسې حال کې په امریکا کې حکومت هم بدلېدونکی دی.
د امن د مذاکراتو په اړه معلومات لروونکو کسانو وویل اسرایل او حماس د امن د مجوزه معاهدې مسودې ورکړی شوي دي چې مشران یې پې غور وکړي.
وېل کېږي چې د معاهدې په عمومي چوکاټ کې ډزبندي، د حماس د ولکې نه د یرغمالانو او د اسرایل د زندانونو څخه د فلسطيني قېدیانو ازادي او په غزه کې ملکي خلک دپاره انساني امداد زیاتول شامل دي.
د قومي سلامتیا دپاره د امریکې د صدر جوبایډن مشیر جېک سولېون د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سي اېن اېن په سټېټ او دي یونین پروګرام کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل فریقېن په غزه کې جنګ د بندولو او یرغمالانو د ازادۍ معاهدې ته ډېر نږدې شوي دي.
بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجم نېټن یاهو سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.
وایټ هاوس د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د ډزبندۍ او د یرغمالانو د ازادۍ د هغه مجوزه معاهدې په اړه خبرې اترې وکړې چې د بنیاد چوکاټ يې د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل تېر کال په متفقه توګه حمایت کړی دی.
د وایټ هاوس د بیان ترمخه بایډن په لبنان کې د ډزبندۍ، په شام کې د بشارالاسد حکومت د ختمېدو او د په سیمه کې د ایران اثر رسوخ د ختمېدو په شان صورتحال غور هم وکړو.
د وایټ هاوس په بیان کې په غزه کې په سمدستي ډول په جنګ بندۍ، د یرغمالانو په ازادۍ او د غزه ته امداد په زیاتولو ټینګار شوی دی.
د بیان ترمځه نېټن یاهو د بایډن شکریه ادا کړه چې ټول عمر يې د اسرایل ملاتړ کړی او امریکا د اسرایل سیکورټي او قومي دفاع دپاره غېر معمولي امداد کوي.
سولېون وویل اوس هم امکان شته چې په ۲۰ جنورۍ د بایډن صدارت د ختمېدو او د نوي صدر په حېث د ډانلډ ټرمپ د سوګند پورته کولو نه مخکې معاهده وشي خو دا یقیني خبره نه ده او حماس په خصوصي توګه د لچک مظاهره نه کوي.
په غزه کې جنګ د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی دی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د ۴۶۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او سړي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
د بحیره روم په ساحل د غزه په پراخه کچه سیمې تباه کړی شوي دي، سیمه په انساني بحران کې مبتلا شوې ده او د علاقې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې ده.
د نېټن یاهو دفتر د خالي، شنبې، په ورځ وویل په دوحه، قطر کې، د امن په مذاکراتو کې په اسرایلي پلاوي کې د استخباراتي ادارې موساد مشر ډېوېډ بارنیا، د داخله سېکیورټي ادارې شېن بېت مشر رونن بار او د یرغمالانو د چارو دپاره د پوځ چارواکی نېټزان اېلن شامل دي.
د منځني ختیځ دپاره د امریکې د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ استازي سټیو وېټکوف د خالي، شنبې، په ورځ د نېټن یاهو سره ملاقات وکړو. یوه ورځ مخکې هغه د قطر وزیراعظم شېخ محمد بن عبدالرحما الثاني سره لیدلي وو.
دا لا نه ده معلومه چې اسرایل او حماس به د یرغمالانو د ازادۍ په اړه هغه اختلافات څنګه لرې کوي چې د مذاکراتو په تېرو دورو کې موجود وو. حماس په غزه کې د جنګ د خاتمې غوښتنه کوي خو اسرایل وايي جنګ به تر هغه وخت پورې نه ختموي ترڅو چې حماس په غزه حکومت کوي او اسرایلیانو ته خطر راولاړوي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو څخه هم اخیستل شوي دي