پېښور کې دپولیسو په څوکۍ بیا دبرید هڅه شوې خو پولیس وایي ترهګر یې پشا تمبولي دي

پروسکال دنومبر په میاشت کې دتحریک طالبان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ د اوربند له تړون ماتېدو راپدیخوا په خېبر پښتونخوا بلوچستان ایالتونو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پغاړه اخلي

پولیس چارواکي وایي د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې یو وارې بیا ترهګرو پېښور کې دپولیسو په یوه څوکۍ دبرید هڅه کړې ده خو واي پولیس په وخت ځوابي کارروایۍ سره دترهګرو دا برید پشا تمبولی دی.

دپېښور دکینټ دپولیسو مشر یا ایس پي وقاص رفیق رسنیو ته ویلي تېره شپه ترهګرو دپېښور دکلیوالې سیمې سربند پولیس تاڼې په ریاض شهید څوکۍ دحملې هڅه کړې ده.

د ایس پي وقاص رفیق د وینا له مخې،ترهګر په پولیس څوکۍ دبرید په غرض په نزدې بوټو اؤ جاړو کې کې پټ ناست و اؤ کله چې دبرید لپاره راوړاندې کیدل نو پولیسو یې دخپلو عصري الاتو په مرسته مخه ونیوله اؤ ناتاره ډزې یې پرې وکړې.

دپولیسو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي دبرید کوونکو شمیره دشپږو نه تر اوو وه اؤ دپولیسو دچټک ګارروایۍ په نتیجه کې هغوي پشا تګ مجبور شول اؤ دبرید هڅه یې ناکامه شوه.

پروسکال دنومبر په میاشت کې دتحریک طالبان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ د اوربند له تړون ماتېدو راپدیخوا په خېبر پښتونخوا بلوچستان ایالتونو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پغاړه اخلي.

په سربند کې دپولیسو په څوکۍ دبرید له هڅې یوه ورځ وړاندې دخېبر ضلعې په باړه تحصیل شوي ځانمرګي برید کې څلور پولیس عسکر اؤ دوه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي وؤ.

دباړې په تحصیل دشوي ځانمرګي برید نه یوه ورځ وړاندې هم د پېښور په ریګي سیمه کې ترهګرو دپولیسو په پوسته برید کړی ؤ چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دغې پېښې یوه ورځ وړاندې بیا د پېښور حیات ابا سیمه کې د ایف سي ځواکونو په یو ګادي ځانمر برید شوی ؤ چې د ایف سي د اتوؤ عسکرو په ګډون پکې نهه کسان ژوبل شوي اؤ د برید کوونکي په شمول پکې دوه کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان دچهارشنبې په ورځ د مردان په کاټلنګ سیمه کې هم دپولیسو اؤ ترهګرو ترمنځ ډزې شوې وې چې پکې د یو ترهګر د وژل کیدو دعوې شوې وې.

دتېر ګل یا دوشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پوليس پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.