د اسلام اباد په غونډه کې دیني عالمانو د نجونو د تعلیم نه انکار په کلکه غندلی
د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې، دیني عالمانو د نجونو د تعلیم نه انکار د اسلام له اصولو سره په ټکر کې بللی دی. نوبل جایزې لرونکې ملاله یوسفزۍ په غونډه کې د نړۍ پر مشرانو غږ کړی چې وخت راغلې چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم په اړه کوټلې ګامونه پورته کړی شي.