د افغانستان نه د امریکايي او د نېټو ځواکونو د انخلا دویم کال د پوره کېدو په مناسبت صدر جوبایډن وویل امریکایان د هغو عسکرو قرض په مکمله توګه نه شي ادا کولی چې په افغانستان کې قریباً د دوو لسیزو په جګړه کې يې ژوندونه ورکړی دی.
د صدر بایډن بیان وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع کړو.
بایډن وویل په افغانستان کې ۲۴۶۱ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۰۷۴۴ نور ښځې او سړي عسکر زخمیان شوي دي.
صدر بایډن وویل د هغو عسکرو، سفارتکارانو، استخباراتي چارواکو او د ترقیاتي کارونو ماهرینو د همېشه دپاره مشکور دی چې په افغانستان کې يې خدمات ترسره کړي او د هغه په قول هم په دغه مېړانه يې افغانستان نه د انخلا چارې سر ته رسوولی دي.
د افغانستان نه اخیری امریکايي عسکر د کال ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱ نېټه ووتلو.
امریکې د کال ۲۰۰۱ د اکتوبر په اوومه نېټه په افغانستان کې د هغه وخت د طالبانو حکومت په ضد پوځي عملیات القاعده ته د پناه ورکولو په سر شروع کړل.
د القاعده د هغه وخت مشر اوسامه بن لادن چې په دغه مهال په افغانستان کې و په امریکا يې د ناین الېون حملو ذمه واري منله وه. د القاعده په حملو کې قریباً ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
صدر بایډن وویل افغانستان نه د انخلا وروسته هم امریکايي چارواکي د افغانستان او د دنیا د نورو برخو څخه د ترهګرۍ په ضد د خپل وطن د تحفظ کار دوامدره ساتلی دی. هغه زیاته کړه چې ترهګرو د مخنیوي او د هغه چا خلاف چې امریکې ته نقصان رسوول غواړي مخنیوي دپاره يې په مستقل ډول په افغانستان کې ځواکونو د ګمارلو ضرورت نه شته.
صدر بایډن وویل په دې خبره هم فخر محسوسوي چې امریکې ۱۱۷۰۰۰ نوو افغانانو ته هرکلی وېلی دی.
صدر بایډن ژمنه وکړه چې امریکا به افغانانو سره مرسته دوامدار ساتي او په دې خبره فخر کوي چې په موجوده وخت کې افغانستان سره د ټولو نه زیات امداد امریکا کوي.
صدر بایډن په کانګرس غږ وکړو چې د افغان اېجسمنټ اېکټ نومې قانون منظور کړي چې دا ډول افغانانو دپاره په امریکا کې په مستقل ډول د ستوګنې لاره هواره شي.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه، قطر، کې د امریکې او د افغان طالبانو د امن معاهدې وروسته وشوه.
د صدر بایډن په بیان کې د هغه تنقید په اړه څه نه دي وېل چې افغانستان نه د انخلا په سر د هغه په حکومت کېږي. په دغه تنقید کې افغانستان نه د امریکايانو د ستنېدو بهیر د افراتفرۍ او د ګډوډۍ ښکار بلل کېږي.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او د امریکې افغان اتحادیانو د وتلو په موقع د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغانان وژل شوي دي.
د بایډن حکومت د انخلا په بهیر کې د ګډوډۍ ذمه واري د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت وراچوي. طالبانو د امریکې امن معاهده د ټرمپ په حکومت کې شوې ده.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو سره سم د هغه وخت د صدر اشرف غني حکومت نسکور او هغه د خپلو ځینو مرستیالانو ترڅنګ د کابل نه ووتلو او طالبان بیا په هېواد واک من شول.