د پاکستان په پنجاب ايالت کې پرله پسې په دويمه ورځ هم يوه مور او لور د غېرت په نوم وژل شوې دي.
ډان ورځپاڼې د پنجاب د سيالکوټ د پوليسو له خولې ويلي د سيالکوټ په پکي کوټله سيمه کې مجتبا نومې يو سړي خپله ۴۵ کلنه مېرمن او ۲۴ کلنه لور په چړو وهلی او وژلي دي.
پوليس وايي چې د ژوبل مېرمنې په مرسته يې وژونکی نيولی او د هغه په ضد يې د خپلې ښځې او لور د وژنې مقدمه درج کړې ده.
پوليس وايي د ابتدايي پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې ملزم خپله ښځه او لور د غېرت په نوم وژلي دي.
تر دې پېښې يوه ورځ د مخه هم د پنجاب په خانیوال سیمه کې یو تن د غېرت په نوم خپله مور اؤ درې خوېندې وژلې وې
د خانیوال د پولیسو مشر یا ډي پي او تیره ورخ ویلي وو چې دا پېښه د خانیوال د کبیروالا تحصیل په اوکانواله سیمه کې مخې ته راغلې ده.
پولیسو ويلي وو په اوکانوالا سیمه کې د اتو خویندو یو ورور د کور دننه په خپلې مور اؤ خویندو ناتاره ډزې کړې چې پکې د هغه مور اؤ درې خویندي وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.