د دولسو کلونو نه د زیات عمر د جینکو په تعلیم د افغانستان د واکمنو طالبانو د بندیز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې او په نړیواله کچه د طالبانو نه غوښتل کېږي چې د جینکو په زدکړو پابندي دې ختمه کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګې یونېسېف، د جینکو په تعلیم د طالبانو په بندیز د خفګان اظهار وکړو او ويې وېل د سکول نه ۱۰۰۰ ورځو د بهر کېدو معنا دا ده چې د زدکړو درې بېلین ګڼتې ضایع شوې.
یونېسېف په یو بیان کې د ادارې د مشرې کېترین رسل له قوله د سړو د اکثریت د طالبانو حکومت ته خبرداری وکړو چې یو هېواد هم په داسې حال کې ترقي نه شي کولی چې نیما ابادي یې وروسته پاتې وي.
مېرمن رسل وویل د یو اشاریه پينځه مېلین جینکو دپاره په منظمه توګه د تعلیم نه بې برخې ساتل کېدل نه یوازې د دوی د تعلیم د بنیادي حق خلاف ورزي ده بلکې جینکو دپاره موقعې کموي او ذهني صحت یې خرابوي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیان واکمنېدو وروسته طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده. د بندیر دلاندې ښځې د یونېورسټۍ تعلیم هم نه شي ترلاسه کولی.
ښځې په ټېلې وېژن او د پارکونو په شان په عامه ځایونو کې مخونه نه شي څرګندولې، د ښځو په بیوټي پارلرو یا سینګار ځایونو، جېم یا د ورزش ځایونو هم پابندي ده او د محرم نه بغېر اوږد سفر هم نه شي کولی.
د انساني حقونو هېومن رایټس واچ چارواکې هېدر بار وویل افغانستان په هېڅ کله هم د دې ۱۰۰۰ ورځو نقصان پوره نه کړی شي.
مېرمن بار وویل د دې په ممکنه نقصاناتو کې هغه ښځینه هنرمندانې، ډاکټرانې، شاعرانې او اېنجېنیرانې دي چې خپل هنرونه يې وطن ته ور نه کړی شول او دا نقصان به پوره نه کړی شي. "هره اضافي ورځ نور خوبونه مړه کېږي."
د افغان مېرمنو د حقونو دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي رپورټر غوښتنه کړې چې د ښځو او جینکو خلاف د جرمونو په سر دې د طالبانو احتساب وکړی شي.
رېچرډ بېنېټ وویل طالبانو داسې نظام نافد او عملي کړی چې په کې د ښځو او جینکو سره تعصب کېږي، بې احترامي يې کېږي او د سماجي ژوند نه بهر ساتل کېږي.
بېنېټ به خپل رپورټ د جون په اتلسمه نېټه د اقوام متحده د انساني حقونو څانګې یو اېن هیومن رایټس کاونسل ته وړاندې کوي او په دې به بحث هم کوي.
طالبان د خپل حکومت په تګلارو تنقید ردوي، وايي دا د افغان دود دستور او اسلام سره سمون خوري. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخنزاده د اصلاحاتو غوښتنې د افغانستان په داخلې چارو کې مداخلت بللی دی.
د غربت ښکار افغانستان د کلونو راهسې جنګونو او قدرتي افتونو ځپلی دی. د ملګرو ملتونو د ادارو اندازه ده چې د افغانستان د نیمې نه زیاته ابادي امداد ته ضرورت لری.
د یونېسېف مشرې وویل تعلیم نه یوازې موقعې پېدا کوي بلکې دا جینکۍ د کم عمرۍ د ودونو، خوراک د کمي او د صحت د نورو مسلو نه بچ کوي او د وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو په شان قدرتي افتونو په ضد چې افغانستان کې اکثر راځې د جینکو د مزاحمت صلاحیت زیاتوي.