د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي په پاکستان کې د چین سفیر ته باور ورکړی چې حکومت د پاکستان د ترقۍ په کارونو بوخت د چین وګړو ته کوټلی امنیت ورکول خپل اولین مسولیت ګڼي اؤ ویلي یې دي د چین اؤ پاکستان دوستۍ کې د خنډانو راولاړولو هڅې به بریالۍ نه شي.
د پاکستان بیلابیلو رسنیو ویلي د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اتوار په ورځ اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی اؤ هلته یې د چین سفیر جیانګ ژي ډونک سره لیدنه کې هغه ته د چینایي وګړو د امنیتي ګامونو په اړه احوال ورکړی دی.
رسنیو ویلي په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې چین ته د وزیراعظم شهباز شریف د وروستي سفر سره د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شوي دي..
پاکستاني مطبوعات وایي د چین سفیر سره لیدنه کې ښاغلي محسن نقوي هغه ته پاکستان کې د میشت چینایي وګړو د امنیت ، د سي پیک اؤ نورو پروژو په اړه معلومات ورکړي.
محسن نقوي وویل چې پاکستان د چینایي وګړو د امنیت لپاره یو هر اړخیز اؤ ګټور پلان جوړ کړی اؤ اسلام اباد کې د مشت بهرنیو وګړو د ساتنې لپاره د یو ځانګړي ځواک په جوړولو هم بوخت دی.
هغه ویلي د پاکستان د تعمیر اؤ ترقۍ لپاره د فعالیت کوونکو چینایي وګړو تحفظ د حکومت اولینه ترجیح ده اؤ حکومت هڅه کوي چې په غیر ملکي وګړو تود باد هم ونه لګي.
هغه ویلي داسې هیڅ سازش به کامیابېدو ته نه پرېږدو چې مقصد یې د پاکستان اؤ چین د لازواله دوستۍ منځ کې درز پیدا کول وي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرې ستونزې یو وارې بیا په شدت سره سر راپورته کړی اؤ په ملک کې د امینتي ځواکونو تر څنګ په بهرنیو وګړو هم په نزدې ورځو کې ترهګریز اؤ ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د پاکستان حکومت پرله پسې دعوې کوي چې پاکستان د بهرنیو سرمایه کارانو اؤ تجارانو لپاره یو خوندي هیواد دی خو د حکومت د دغو دعوؤ باجود وخت په وخت پاکستان کې په بهرنیو وګړو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.
د مارچ په میاشت کې په شانګله کې په چینایي انجنیرانو ترسره شوي ځانمرګي برید کې شپږ چینایي وګړي اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوي وؤ.
له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.
له دغې پېښې وروسته د اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جاپان د وګړو په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ خو پولیسو ویلي وؤ چې په دغه برید کې د جاپان وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی