صدر اشرف غني د وزیراعظم عمران خان به بلنه پاکستان ته ځي

افغان صدر محمد اشرف غني نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ په وینا، په دې خبرو کې دواړه اړخونو "د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال" په هکله بحث وکړ.

د افغان ولسمشر د دفتر لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په دې خبرو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان، افغان ولسمشر ته ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې، پاکستان هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

بیان کې دا هم راغلي چې عمران خان صدر غني ته بلنه ورکړې چې د لا زیاتو خبرو او بحث په خاطر دې پاکستان ته سفر وکړي، او صدر غني هم دا بلنه منلې ده. صدر غني زیاته کړې چې د دې سفر نیټه به وروسته وټاکل شي.

د صدر غني نایب ویاند، شاه حسین مرتضوي، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان دافغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

دنړیوالو چارو سیاسي څیړونکی امین الله شارق له ډیوې سره په خبرو کې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه وویل چې افغان حکومت د پاکستان پروړاندې ښه اراده لري او نه باید له دې څخه اسلام اباد ناسمه ګټه پورته کړي.

نوموړي وویل: "په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو په اړه دپاکستان وزیراعظم درې ځله خپلې خبرې تکرار کړې خو دافغانستان دولت او ولس همیشه له هغه هیواد سره د ورورګلوۍ د ښه ګاونډیتوب روابط ساتلي، د افغانستان دولت یو ځل بیا له پاکستان سره د ښه اړیکو د لرو لپاره خپل نیت ثابت کړ. امیدوار یم چې له دې حسن نیت نه سوی استفاده ونه شی او موجوده ترینګلی سیاست د دواړو هیوادونو د سولې او اقتصادي همکاریو د غوړیدا په سیاست باندې بدل شي."

د عمران خان او ولسمشر غني ترمنځ دا خبرې په داسې حال شوي چې دسولې مشورتي لویه جرګه اشرف غني له پاکستان څخه دسولې په پروسه کې دریښتنې همکاري غوښتنه وکړه اوپاکستان صدراعظم په وروستیو کې خبرو کې ویلي و چې دافغان سولې له پروسې ملاتړ کوي.

پخواني افغان صدر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په موده کې له شل ځلو زیات پاکستان ته سفر وکړ، خو صدر غني له هغې مودې چې په افغانستان کې واک ته رسیدلی، تر اوسه یوازې یو ځل پاکستان ته په سفر تللی چې هغه هم په ٢٠١۴ کال کې و.

د پاکستان حکومت تر اوسه د صدر غني او وزیر اعظم عمران خان د نننیو ټلیفوني خبرو په اړه څه بیان نه دی جاري کړی.