واشنگټن —
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او د پښتنو په ټوله سیمه کښې د ترهگرو ځانمرگي او نورو هدفي حملو ته د عوامي نیشنل پارټۍ (ای این پي) د مشرانو گواښونه راته هغه د ښاري او د کلیوال ترمنځ خیالي جگړه رایادوي چې وايي د یو ښاري او کلیوال جگړه وه. چې کليوال به ډب اوویستو نو ښاري به ځواب کې ډب نه ویستو، خو هر ځل به يي ویل "تو وت مار."
یعني کې بیا دې ډب اوویستو نو ډب به اوباسم خو د هغې د پاڅه هم کلیوال په دغه جگړه کې یو ډب هم ونه خوړو.
دغه کیسه د پاکستان د پښتنو په خاوره د سیاسي گوند ای این پي او د گوند مخالف ترهگرو ترمنځ د روانې جگړې هم ده.
په پښتونخوا کې د گوند په ځینو کارکنانو د حملو وروسته د عموامي نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان په یوه مرکه کې ویلي وو: "که د گوند بل کارکن باندې حمله وشوه نو په الیکشن کمیشن به دعوه کوم."
ددې گواښ ورسته څو حملې وشوې. د ای این پې یو شمیر سیاسي کارکنان ووژل یا زخمي شول خو دعوه په هیچا نه ده شوي.
په شپاړسم اپریل پیښور کښې د طالبانو ځانمرگي برید ١٩ کسان ووژل او یوه ورځ ورسته د پارټۍ مهم مشر او پخواني مرکزي وزیر حاجي غلام احمد بلور په یو پریس کانفرنس کښې وویل "د اوس نه ورسته که د بلور د کورنۍ یا د پارټۍ په غړي حمله وشوه نو د صدر، چیف جسټس، پوځ مشر، انتخابي کمیشنر او د هغو ټولو پارټیو مشرانو پر ضد به دعوه کوم چې د ترهگرۍ غندنه نه کوي."
د بلور صیب دغه خبره په خله وه چې په چارسده کښې د عوامي نیشنل پارټۍ په یو بل ځايي مشر فاروق خان حمله وشوه.
سیاسي مشران په خپل سیاست ښه پوهیږي او زمونږ او ستاسونه پوه هم ښه لري. خو هسې وایم چې داسې نه وي چې لکه د هالي وډ د فلمونو په شان په گوټ کښې ناست "گاډ فادر" یو، یو پښتون مشر په وار وار وژني او هرځل ژوندي مشران به هم دغه وايي چې که بل ځل يي حمله وکړه نو ......."گورو به."
بل مې دا ویل چې د پوځي مشر، صدر یا الیکشن کمشن پرضد د دعوې خبره هم کیدی شي دومره زوره وره نه وي. د پاکستان د پولیسو سسټم هرچا ته معلوم دی. فکر نه کوم چې څوک دومره توان ولري چې د ناست پوځي مشر پرضد دعوه یا ایف ايي ار درج کړي. او که درج شي نو څه چل به اوشي.
د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف پرضد خو هم د سیاسي مشرانو د وژلو ایف ايي ار درج شوي. څوک ورته څه ویلی شي؟
په عملي امکاناتو زیات کار پکار دی. زه نه وایم خو د پاکستان ډیر هوښیار خلک لکه د پنجاب صوبې لیکوال احمد رشید او نور په کتابونو ، ورځپاڼو او سوشل میډیا کښې وايي چې پاکستان د ویجاړۍ په غاړه ولاړ دی که داسې وي نو دا فکر پکار دی چې پښتانه د ویجاړۍ په کومه غاړه پراته دي؟
follow writer on twitter: @takar22