آل پارټیز کانفرنس به په نهم ستمبر کیږی

دسرچينو وينا ده عمران چې تير ځل يې په دغه غونډه کې دگډون څخه انکار کړى ؤ، هم په راتلونکې غونډه کې په برخې اخستو رضا شوى دى

په پاکستان کې طالبانو سره دجگړې يا سولې کولو په غرض حکومت په نهم ستمبر د ټولو گوندونو د کانفرنس رابللو تابيا کړې ده اؤ دجمعې په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ددغه ټول گونديز کانفرنس لپاره دانتظاماتو جاج اخستى دى.
په پاکستان کې د واکمن سياسي گوند مسلم ليگ(ن) په گډون يو شمير سياسي گوندونه په دې نظر دي چې طالبانو سره خبرې اترې اؤ هغوئ روغې جوړې ته رابلل پکار دي خو بيا ځينې گوندونه اؤ څيړونکي نظر لري چې طالبانو سره د روغې جوړې دغسې هڅې څوڅوکرته له دې وړاندې هم شوي دي خو هغوئ نه دي حاضر چې وسلې په ځمکه وغورځوي اؤ روغې جوړې ته غاړه کښيږدي.
په پاکستان کې د تحريک انصاف په شمول ځينې سياسي گوندونه دانظر هم لري چې د ورانکارۍ په ضد روانه جگړه دپاکستان خپله نه بلکې په پاکستان تپل شوې ده خو دپاکستاني پوځ سرلښکر بيا وايي چې هرکله په دغه جگړه کې زمونږ بچي وژل کيږي ،کورونه زمونږ ورانيږي نو په کوم دليل ورته پردۍ جگړه وويل شي؟
دپوځ سرلښکر دا هم په ډاگه کړې چې د ترهگرو په وړاندې په گونډو کيدل دستونزې حل نۀ دى بلکې ټول قام ته به په گډه په دغه هکله يوه ملي رايې جوړول وي.
دجمعې په ورځ داخله وزير چوهدري نثار علي خان وزيراعظم ميا نواز شريف په ٩م ستمبر دراغوښتل شوي ټول گونديز کانفرنس لړ کې دسياسي مشرانو سره دخپلو تماسونو څخه خبر کړى دى.
په دغه موقع وزيراعظم چوهدري نثار ته لارښونه کړې چې دگل په ورځ ترسره کيدونکې دغه غونډه کې دې ټولو گوندونو ته داستازيتوب وړانديز وشي ،
دغه غونډه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په مسوده غور کولى شي.
غونډه کې به دسايسي گوندونو څخه په دې اړه هم رايې اخستل کيږي چې ايا دتندلارو سره خبرې کول پکار دي ، که په ضد يې طاقت استعمالول پکار دي.
راپورونه وائي دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشرسيد خورشيد شاه،دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ، دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان، متحده قومي موومنټ دمشر ډاکټر فاروق ستار، جمعيت علماء اسلام (ف) دمشر مولانا فضل الرحمان اؤ دجماعت اسلامي مشر منور حسن سره رابطې کړي دي.
دسرچينو وينا ده عمران چې تير ځل يې په دغه غونډه کې دگډون څخه انکار کړى ؤ، هم په راتلونکې غونډه کې په برخې اخستو رضا شوى دى.
هرڅو که دپاکستان موجوده حکومت طالبانو سره دجوړ جاړي پلوي دى خو دپاکستاني طالبانو تحريک د مخه واضحه کړې ده چې کۀ هغوئ جوړي ته غاړه ږدي نو په دې شرط چې دپاکستان پوځ به په دغه مذاکراتو کې مهم فريق وي ځکه چې د جگړې اصل فريق پوځ دى