بلوچستان کې د حکومت سازۍ په مسله اختلافات

امن و امان، د بې درکه کسانو قضیه، اقتصادي پرمختگ، کار روزگار او صوبائي حقوق به هغه مسلې دې چې د بلوچستان نوی حکومت به ورسره لاس په گریوان وي

د پاکستان کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د ۱۱م مۍ د انتخاباتو ورستو د پاکستان مسلم لیګ نون سره د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او بلوچ ملت پاله نیشنل پارټي که څه هم په ایتلافي حکومت باندې صلاح شوي دي خو د پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې دننه د اعلی وزیر په څوکۍ اختلافات رامنځته شوي دي.
د رپورټونو تر مخه په صوبه کې د مسلم لیګ ن ډلې پارلیماني مشر سردار ثناءالله زهري په لاهور کې د ډلې مشر نواز شریف سره په ملاقات کې صفا ویلي دي چې د اعلی وزیر څوکۍ بل چا ته نه ورکوي. خوایتلافي ګوندونه بیا ثناءالله زهري د اعلی وزیر په توګه منلو ته تیار نه دي.
بلوچستان کې د تازه سیاسي صورتحال په نور تفصیل کوټې نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمید سمسور رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

BALUCHISTAN GOVT FORMATION