سينيټر رضارباني :بلوچستان کې دې مليشه دحکومت تابع کړل شي

سينيټر رباني وويل پيپلز پارټۍ چې کله په مرکز اؤ بلوچستان کې حکومت لرلو نو په هاغه مهال مشاهده کې راغلي چې بلوچستان کې په فعاليتونو دبوختو مرکزي ايجنسو ترمينځ خپلو کې ديو والي کمى دى

دپاکستان پيپلز پارټۍ نوميالي مشر سينيټر رضا رباني وئيلي دي په بلوچستان ايالت کې دامنيت دټينگښت باوري کولو دپاره ضروري ده چې په دغه صوبه کې دمليشې ځواکونه دصوبائي حکومت دلاندې کار وکړي.
دشورو په ورځ دبلوچستان دوزيراعلي ډاکټر عبدالمالک سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ښاغلي رباني وويل ايف سي ته بايد صفا اؤ ډاگيز هدايات ورکړل شي چې هغه دصوبائي حکومت ماتحت ځواک دى.
دکورنو چارو دمرکزي وزير چوهدري نثار له لوري دمليشه ځواکونو په بابله اوسنى بيان زړۀ پورې وگرځولو اؤ وې وئيل اوس به حکومت ته دبيانونو څخه ورتيريدل اؤ په وړاندې عملي تگ کول وي.
سينيټر رباني وويل پيپلز پارټۍ چې کله په مرکز اؤ بلوچستان کې حکومت لرلو نو په هاغه مهال مشاهده کې راغلي چې بلوچستان کې په فعاليتونو دبوختو مرکزي ايجنسو ترمينځ خپلو کې ديو والي کمى دى.
هغه وويل دغه خفيه ادارو ته خپلو کې ادارې سيوا کول پکار دي،ترڅو دتندلاريتوب ښکار صوبه بلوچستان کې دامنيت ټينگښت باوري شي.
هغه دا هم وويل چې دهغوي دحکومت په دور کې نۀ يواځې ايف سي دصوبائي حکومت تابع کړل شوې وه ، بلکې دبلوچستان دغريب اولس دستونزو دهواري دپاره دبلوچستان دحقونودورکړې پيکج هم رامينځته کړل شوى ؤ.
په دغه مهال سينيټر رضارباني دبلوچستان وزيراعلي ته دخپل گوند له لوري دهررقم ملاتړ باور ورکړو اؤ وې وئيل هغوي به دمرکزي اؤ صوبائي حکومتونو دټولو غوره اقداماتو مرسته کوي.