دپاکستان دپنجاب صوبې مرکزي ښارلاهور کې د عیسایانو په کورو د حملو په شک کې پولیس ویلي گڼ شمیر کسان نیولې دي.
بل خوا د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د عیسایانو خلاف شوې حملې د غندنې د پاره احتجاجونه شوې دي او سپریم کورټ د پیښې نوټس اخستی دی او د پنجاب حکومت ته يي د گل په ورځ د رپورټ وړاندې کولو حکم ورکړی دی.
د خالي په ورځ د لاهور بادامي باغ سیمه کې په زرگونو خلکو د عیسائي مذهب منونکو د اکثریت علاقې جوزف کالونۍ باندې حمله ووکړه او هلته يي تر د ١٢٥ پورې کرونه اوسوزول.
د عیسایانو په کورو د حملې نه یوه ورځ وړاندې د جوزف کالونۍ اوسیدونکې ٢٥ کلن ساون مسیح باندې د توهین رسالت الزام لگول شوی وو. ساون مسیح پولیس په خپله ولکه کې اخستی دی.
د اتوار په ورځ د غیسائي مذهب منونکو د لاهور په فیروزپور علاقه کې احتجاج کړی دی. پولیس د مظاهره چیانو د خورولو د پاره اوښکو گیس وچلولو.
رپورټونه وايي په عیسایانو د حملې په شک کې د ١٣٠ نه زیات کسان نیول شوې دي.
دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي په کوم تن چې درسالت دتوهين تور دى ، هغه نيول شوى اؤ له دې وروستو دقهره دډکو مظاهرو کولو هيڅ جواز نۀ پاتې کيږي
هغه وويل دخالي په ورځ چې کوم کسان په اړي گړي کې ککړو دي دهغوي په ضد کيسونه درج کړل شوي اؤ ورسره به حساب کولى شي
دهغه وينا وه دکومو کسانو جائيداد ته چې زيان رسيدلى، هغوي ته به په پينځوؤ ورځو کې دننه معاوضه ورکولى شي.