دپاکستان پوځ په يوه امريکائي ورځپاڼه کې خپور شوى هاغه راپور رد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ دفرورۍ په مياشت کې ډرون الوتکو نۀ بلکې پاکستاني پوځ پخپله په قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضددوه فضائي بريدونه ترسره کړي وؤ.
پاکستاني پوځ دغه راپوردحقيقت په ضد اؤ دډرون بريدونو په ضد دهيواد ددريځ دکمزوري کولو هڅه بللې ده.
په نيويارک ټائمز کې دنهې په ورځ په دغه اړه په خپور شوي راپور دتبصرې کولو په مهال دانټرسروسز پبلک ريليشنز( ائي ايس پي ار) يو وياند وويل” دغه شان الزام دحقيقت په غلط انداز کې وړاندې کول دي مقصد يې دډرون بريدونو په ضد دپاکستان دريځ کمزورى کول ښکاري“
سيمه ييزې اؤ نړيوالې ميډيا دفرورۍ په مياشت کې شمالي اؤ جنوبي وزيرستان ايجنسو کې ددوؤ ډرون بريدونو راپورونه ورکړي وؤ.
ديو راپور ترمخه لمړى بريد په 6مه فرورۍ شمالي وزيرستان کې ترسره شوى ؤ چې پکې درې نامعلوم کسان وژل شوي وؤ، دوهم بريد په 8مه فرورۍ دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان په پوله ترسره شوى ؤ چې پکې دپاکستاني طالبانو دتحريک يوه ځاله په نخښه کړل شوې وه، په دغه بريد کې وژل شوؤ کسانو کې دالقاعده دوه کسان اؤ پاتې دټي ټي پي جنگيالي شامل وؤ.
خو نن په نيويارک ټائمز کې خپور شوي يو راپور کې دنوم نۀ څرگندولو په شرط دامريکائي استخباراتي چارواکو له خُلې ددې خبرې څخه انکار شوى چې گنې دغه دامريکائي ډرون لخوا ترسره شوي وؤ، بلکې دغو چارواکو تور لگولى چې ياد شوي بريدونه پاکستاني پوځيانو ترسره کړي وؤ.
دائي ايس اپي ار وياند په امريکائي ورځپاڼه کې خپور شوى دغه راپور رد کړى اؤ ددې خبرې څخه يې انکار کړى چې گنې پاکستاني پوځيانو په راپور کې په يادو شوؤ نيټو دغه شان کومه فضائي کارروائي ترسره کړې ده.
امريکائي ورځپاڼې ددغو ډرون بريدونو په حواله وئيلي دي چې له دې وروستو په اسلام اباد کې دپاکستان خارجه دفتر امريکائي سفارت خانې ته يو احتجاج هم ريکارډ کړى ؤ.
ددريوؤ امريکائي چارواکو له خُلې په دغه راپور کې وئيل شوي چې امريکا دغه بريدونه نۀ وؤ ترسره کړي.
امريکائي چارواکو اندازه څرگنده کړې چې په دغو فضائي بريدونو کې يو يا هم دواړه پاکستاني پوځيانو ترسره کړي اؤ بيا دپاکستاني اولس دتنقيد څخه دځان ساتنې لپاره دغه بريدونه په سي ائي اى پسې تړل شوي دي.