الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا په ګډون د قومي اسمبلۍ په اته حلقو د ضمني انتخاباتو کولوبله نېټه اعلان کړې

PAKISTAN-UNREST-ELECTION

د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی چې د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ د څلورو حلقو په ګډون په ټولو اته حلقو به ضمني انتخابات په 16 اکتوبر کولی شي.

له دې وړاندې په اتم ستمبر الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 13 حلقو د ضمني انتخاباتو د ځنډولو ويلي وو.

الېکشن کمېشن پرون پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ټويټر خبر پاڼه خپره کړې او په اته حلقو يې د ضمني انتخاباتو کولو اعلان کړی چې په 16 اکتوبر به په دغو حلقو رايې اچول کيږي.

په يادو حلقو کې د خېبرپښتونخوا اېن اې 22 مردان 3، اېن اې 24 چارسده 2، اېن اې 31 پېښور5، اېن اې 45 کورم 1، او د پنجاب اېن اې 108 فېصل اباد 8، اېن اې 118 ننکانه 2، او د کراچۍ اېن اې 237 ملير 2 او اېن اې 239 کورنګۍ 1 شامل دي.

له دې وړاندې الېکشن کمېشن په يادو حلقو او د کراچۍ په يوه بله حلقه په 25 ستمبر د ضمني انتخاباتو کولو اعلان کړی وو. د کراچۍ د اېن اې 246 حلقې نه د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي عبدالشکور شاد چې استعفا يې د قومي اسمبلۍ سپيکر منظوره کړې، د اسلام اباد هايکورټ په نهم ستمبر د الېکشن کمېشن هغه اعلاميه معطل کړې وه.

نوموړي عدالت ته د خپلې استعفا په اړوند خواست کړی وو چې هغه استعفا نه ده ورکړې.

په اتم ستمبر چې الېکشن کمېشن په 25 ستمبر د ټاکل شوو ضمني انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی وو علت يې په ملک کې راغلي سېلابونه او په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کېدل ياد کړي وو.

الېکشن کمېشن ويلي وو چې د سېلاب د تباه کاريو له امله ټولې ادارې په مرستندويه کارونو کې بوختې دي، او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو او په غټه کچه د خلکو کډو کولو له وجې ضمني انتخابات په ټاکلې موده ممکن نه دي ځکه الېکشن کمېشن پرېکړه کړې چې ضمني انتخابات ځنډول کيږي او نوې نېټه به وروسته اعلان کړی شي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان چې د چارسدې د قومي اسمبلۍ د حلقه اېن ای 24 [2] نه په خپله ضمني انتخاباتو ته ولاړ دی ويلي يې وو هغه به د ضمني انتخاباتو د ځنډولو فېصلې ته د بيا کتنې دپاره خواست کوي.

نوموړي ويلي وو د انتخاباتو ځندولو دپاره بهانه جوړه کړی شوې، په مردان او پېښور کې سېلاب نه دی راغلی په چارسده کې سېلاب راغلی خو دغلته هم حالات اوس داسې دي چې انتخابات کېدی شي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري هم ویلي وو، چې عمران خان به تر څو پورې نازولی وي؟ هغه ويلي په ضمني انتخاباتو کې د ملتان او کراچۍ امېدواران يې په ټاکنو ځنډولو خفه دي.

بلاول او اېمل ولي خان تور لګولی وو چې د عمران خان په وجه دغه انتخابات ځندول شوي او زياته کړې يې وه په کومو سيمو کې چې ضمني انتخابات ځنډول شوي دا دغو علاقو خلک د خپلو حقونوڅخه محرومه کول دي.

خو بل لور ته بيا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هم دغه پرېکړې ته د تېښتې نوم ورکړی وو چې ياد ګوند ډېره مشهورتیا لري ځکه د دغه وجې انتخابات ځنډول شوي دي.

په یادو اته واړو حلقو چې په 16 اکتوبر پرې انتخابات کېدل اعلان شوي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټولو په خپله ولاړ دی.

هغه وخت د الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا وياند سهېل احمد وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې الېکشن کمېشن د سېلاب له امله انتخابات ځنډولي او په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه يې ويلي وو چې الېکشن کمېشن د انتخاباتو په اړه د امنيتي ادارو نه هم پوښتنه کوي نو الېکشن کمېشن ته به داسې څه ويل شوي وي ځکه دغه خبره کړې ده.

الېکشن کمېشن دا اوسنی اعلان په داسې حال کې کړې چې د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی، په دغه ورځ په سوات کې د يوې موبايل کمپنۍ د لسو پورې کار کوونکي تښتول شوي، په کورمه کې د افغانستان سره په پوله نښته کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او کوهاټ کې د پوليس په چوکۍ د لاسي بم بريد شوی د پولیسو په ګډون پکې څو تنه ژوبل شوي وو.