جنرال کياني وائي دازادانه اؤ بې پلوه انتخاباتو ملاتړ کوي

دپوځ سرلښکر وويل باصلاحيته يا بې صلاحيته واکمنان ټاکل دخلکو حق دى نۀ چې دپوځ

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وئيلي دي چې هغه په هيواد کې دازادانه، منصفانه، بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو ملاتړ کوي.
داتوار په ورځ پينډۍ کې خبريالانو سره دغيررسمي خبرو اترو په مهال جنرال اشفاق پرويز کياني وويل دپوځ دسرلښکر جوړيدو وروستو يې هره ممکنه هڅه کړه چې په انتخاباتو کې څه قسمه مداخلت نۀ وي.
هغه وويل پينځه کاله دائين دالفاظو اؤ روح مطابق يې دجمهوري عمل ملاتړ کړى.
دهغه وينا وه خوشحاله دى چې شفافو اؤ منصفانه انتخاباتو دخوب تعبير ته نزدې شوي دي.
هغه وويل غواړو چې دبلوچستان پشمول ټول هيواد کې يو شان داسې انتخابات ترسره شي چې ټول پرې باور ولري.
جنرال کياني وويل دبې پلوه اؤ ازادو انتخاباتو په معامله يې چيف اليکشن کمشنر ته دپوځ له لوري دمکمل ملاتړ باور ورکړىدى.
دپوځ سرلښکر وويل باصلاحيته يا بې صلاحيته واکمنان ټاکل دخلکو حق دى نۀ چې دپوځ.
هغه وويل چې پوځ دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې دائين دروح سره سم په جمهوري توگه دټاکل شوي حکومت سره اوږه په اوږه اودريدو اؤ زياته يې کړه چې هغه دعامو انتخاباتو په ذريعه داقتدار دانتقال دخيال ملاتړ کوي.