پي پي پي، ای این پي، ایم کیو ایم وايي ترهگر یواځې روښن خیاله گوندونه په نخښه کوي

کراچۍ کې د ایم کیوایم، پیپلزپارټۍ او ای این پې جلسې په نخښه شوي دي. ددغه گوندونو مشران وايي وسله وال او ترهگرې ډلې د ښي اړخ سیاسي پارټیو وسله وال دي اوځکه دوې محفوظ دي

د پاکستان پیپلزپارټۍ، عوامي نشنل پارټۍ او متحده قومي مومنټ یا ایم کیو ایم مشرانو ویلي ترهگر او وسله والې ډلې یواځې دوي یا د پاکستان ازاد خیاله او روښن فکره سیاسي ډلې په نخښه کوي او د ښي اړخ گوندونه په ازاد ډول خپلو انتخابي هلو ځلو کې مصروف دي.
کراچۍ کې د دریو واړو گوندو مشرانو مشترکه غونډې ته په داسې مهال وینا کړې چې چارسده کې د عوامی نشنل پارټۍ د یوې انتخابي جلسې په موقع د ای این پي محافظینو یو مشکوک ځانمرگي حمله کونکې د حملې نه وړاندې په ډزو وژلی دی. د ځانمرگي حمله کونکې بدن پورې د تړل شوي بم خلاصیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٢ کسان زخمیان شوي دي.
او د اتوار په ورځ صوابۍ کې د ای این پې د جلسې په موقع بم خلاصیدو په نتیجه کې یو کس وژل شوی وو.
کراچۍ کې د ایم کیوایم، پیپلزپارټۍ او ای این پې جلسې په نخښه شوي دي.
ددغه گوندونو مشران وايي وسله وال او ترهگرې ډلې د ښي اړخ سیاسي پارټیو وسله وال دي اوځکه دوې محفوظ دي.
کراچۍ کې د پې پې پې، ای این پې او ایم کیو ایم د مشرانو خبري کانفرنس نور حال کراچۍ نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال فضل عزیز رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

ANP PPP MQM Press Conference