فاټا نظام کې د گورنر د اصلاحاتي وړاندیزونو خلاف جمرود کې احتجاج

د خیبر پښتونخوا گورنر سردار مهتاب عباسي

قبائیلي سیمو کې فعاله سیاسي او مذهبي گوندونو د خیبر پښتونخوا گورنر مهتاب عباسي لخوا جوړ کړی شوي کیمشن وړاندیزونه رد کړې دي او په دې لړ ک يي د اتوار یا یک شنبې په ورځ جمرود کې په سلگونو خلکو احتجاج کړی او لاریون يي ویستلی وو.

باب خیبر، د خیبر تاریخي دروازې سره نزدې، احتجاج کې د پاکستان پیپلزپارټۍ، عوامي نیشنل پارټۍ، پاکستان تحریک انصاف، جمیعت علما اسلام (ف)، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ او د پاکستان نیشنل پارټۍ مشرانو او پلویانو برخه واخیستله.

د احتجاج د مشرانو وینا وه چې د قبائیلي سېمو په نظام کې د گورنر د کمیشن لخوا اصلاحاتو دپاره چې کوم وړاندیزونه شوي په اړه نه خو د سیمې سیاسي ډلو او نه عام ولس سره صلاح مشوره شوي نو ځکه يي ردوي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شینواري رپورټ کې دلته اوریدی شۍ

Your browser doesn’t support HTML5

جمرود کې احتجاج