د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي پاکستان د امریکې اؤ چین دواړو بلاکونو سره په وړاندې تلل غواړي اؤ د ملکي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګامونه اخلي.
د اتوار په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي،چین ته یې پخپل اوسني سفر کې د چین چارواکو سره د انرژۍ یا توانایۍ په اړه بشپړې خبرې کړي دي اؤ د چین وزیرانو آي ایم ایف سره د پاکستان مذاکرات ستایلي دي.
محمد اورنګزیب وویل چین نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پاکستان د تړون ملاتړ کړی اؤ دغه هیواد به د آي ایم ایف د اجراییه بورډ نه د پاکستان د قرضې په منظورولو کې د پاکستان ملاتړ کوي.
هغه وویل چیني چارواکو سره یې په پانډا بانډ اؤ په تارکولو د بجلۍ د پیدا کولو د پلانټونو ځایي کولې ته په منتقل کولو هم خبرې کړې دي.
تېره ورځ د پاکستان د خزانې وزارت ویلي وؤ د چين په سفر تللي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب او د توانايۍ وزیر سردار اوېس لغاري د چين د خزانې وزیر او د چين د اېکسپورټ اېنډ کرېډټ کارپورېشن صدر سره لیدلي او ورته یې په رسمي توګه د 15 اربه ډالرو قرضې ستنولو د مودې د پراختیا خواست کړی دی.
د مالي چارو خبريال مهتاب حېدر وايي پاکستان غواړي چې د چين سره د توانايۍ په څانګه کې د 15 اربه ډالرو قرض ستنولو موده تر 2041 پورې وغځوي.
نړيواله مالياتي اداره آي اېم اېف روانه میاشت پاکستان ته د 7 اربه ډالرو قرض ورکولو باندې سلا شوې خو ورسره یې په دې هېواد کې د بجلۍ په لويه کچه غلا او د بجلۍ په ضایع کېدو هم اندېښنې ښودلي چې د توانايې د څانګې په پورونو کې د اضافې لامل ګرځي.
د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې د چين د پاليسي سازه ادارو مشرانو په پاکستان کې د اقتصادي استحکام او آي اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه ستاېلې ده.
وايي د خزانې او توانايۍ پاکستاني وزيرانو په بيجينګ کې د پيپلز بېنک آف چائنا ګورنر او د نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن د چارواکو سره ليدنه کې هغوي د پاکستان د حکومت د اصلاحاتي اېجنډې او د آي اېم اېف سره رابطو نه خبر کړي دي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان د اعتماد د مسلې سره مخ دی او چين به هم غواړي چې دا هېواد پراخه اقتصادي اصلاحات وکړي کوم چې تر اوسه په نظر نه راځي.
د اقتصاد پوهه شاهد محمود په خبره "آي اېم اېف پاکستان ته وايي زموږ نه چې کومې پېسې اخلې هغه به دا نه وي چي چين یا سعودي عرب ته یې په قرضونو کې ورکوې، که د پاکستان دا خيال وي چې د آي اېم اېف نه به پېسې واخلي او چين ته به یې ورکړي داسې نه شي کېدای".