پاکستان وائي دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرو کې مرستې ته تيار دى

پاکستان وائي دافغانستان دننه دامن اؤ سولې په لړ کې دافغان چارواکو اؤ طالبانو ترمينځ مذاکراتو کې هرقسمه مرستې ورکولو ته تيار دى.
ديو شخصي پاکستاني ټيلي ويژن سره په خبرو کې دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند ښاغلي اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي دافغانستان صدر حامد کرزي اسلام اباد ته پخپل اوسني سفر کې پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې طالبانو سره دخبرو کولو دپاره دې پاکستان کردار ادا کړي.
پاکستاني وياند وويل حامد کرزي ته دپاکستان قيادت افغانستان کې دامنيت دټينگښت دپاره دخپل لوري دهرقسمه مرستې باور ورکړى دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل که دافغان حکومت اؤ طالبانو مخ په مخ خبرې کيږي اؤ پاکستان پکې څه کردار ادا کولى شي، نو ضرور به يې ادا کوي.
هغه وويل دغه مذاکراتو ته دلارو هواري دپاره تفصيلات دسفارتي اړيکو له لارې ترسره کيدى شي.
پاکستان ته په ٢٦م اگست دافغان صدر حامد کرزي ددورې څخه دمخه افغان چارواکو په پاکستان تور لگولى ؤ چې طالبان افغانستان کې بدامنۍ ته لمسوي اؤ غواړي چې په ٢٠١٤ کې افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروستو يو ځل بيا طالبان دافغانستان دننه واک ته ورسوي.
پاکستان دافغان چارواکو دغسې تورونه مدام رد کړي اؤ وائي افغانستان کې دسولې پلوي دى.
خو دپاکستان دننه دپښتنو قام پرستو دگوند يو نوميالى مشر سينيټر حاجي محمد عديل وائي دپاکستان اؤ افغانستان اسټيبلشمنټ دامن دټينگښت مخې ته خنډان راولاړوي.
سينيټر حاجي عديل پخپل يو جاري کړي بيان کې وائي پاکستان اؤ افغانستان ته ديو بل په کورنو چارو کې دلاس وهنې څخه ډډه کول پکار دي.
هغه تور لگولى چې ددواړو هيوادونو اسټيبلشمنټ دامن مخالف دى.
دحاجي عديل په وينا پاکستان کې دامن دټينگښت دپاره ضروري ده چې افغانستان کې دې امن ټينگ وي اؤ په دغه هيواد کې تر هاغې امن نۀ شي ټينگيدلى ، ترڅو چې دواړو هيوادونو ديو بل په کورنو چارو کې دمداخلت څخه لاس نۀ وي اخستى.
سينيټر حاجي عديل وائي دا مهال دافغانستان طالبان په پاکستان کې خپل ځانونه خوندي گڼي اؤ همدغه راز پاکستاني طالبان افغانستان دخپل ځان دپاره يوه خوندي ځاله گڼي.
که دواړه ملکونه غواړي چې په سيمه کې دې دناقرارۍ مخه ونيول شي ، نو ددې دپاره به ورته دوسله والو پټ پناه ملاتړ پريښودل اؤ په جار دامن دپاره ميدان ته راوتل وي.