د پاکستان خارجه وزیر وايي په ماسکو کې یې د روسي هم منصب سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې

زداري د خالي، شنبې، په ورځ د سرګی لاو روف په بلنه ماسکو  ته رسېدلی دی

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري ویلي په ماسکو کې یې د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف سره په دوه اړخیزو تعلقاتو، نړیوالو او سیمه ییزو مسلو او اقتصادي همکارۍ خبرې وکړې.

زرداري د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په تېرو دوو لسیزو کې د پاکستان او روس تعلقات په خصوصي توګه د اقتصاد، تجارت او توانای په برخو کې ښه شوي دي.

د پاکستان خارجه وزیر وویل دواړو خواو په دې خبره ټینګار وکړو چې د امن لاره په مکالمه او سفارتکارۍ کې ده. ښاغلی زرداري په خپل ټویټ کې دا وضاحت و نه کړو چې د مکالمې او د سفارتکارۍ خبره يې څه په تناظر کې وکړه.

زداري د خالي، شنبې، په ورځ د سرګی لاو روف په بلنه ماسکو ته رسېدلی دی.

د پاکستان خارجه وزیر په داسې حال کې د ماسکو دوره وکړه چې هېواد یې د اقتصادي مشکلاتو او د توانای د زیاتو قیمتونو سره مخامخ دی.

ماسکو ته د زرداري نه سفر نه یوه هفته د روس د توانای وزیر نېکولای شولګینوف په اسلام اباد کې یوې خبرې غوڼدې ته وویل چې پاکستان ته خامو تېلو او د پېټرولو منصوعات دپاره معاهدې ته حتمي شکل ورکړی شوی دی او امکان دې چې د مارچ د میاشت تر اخېره به عملي کړی شي.

شولګینوف وویل پاکستان ته تېل ورکولو دپاره معاهده کې به د تېلو د پېسو د ادایګۍ، بیمې او د تېلو د انتقالولو تفصیلات حل کړی شي. هغه زیاته کړه چې دغه مسلې د معاهدې په حتمي پړاو کې دي.

پاکستان د تېلو زیاتره برخه د بهر نه درامد کوي او د تېلو زیاته خریداري د سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو نه کوي.

روسي مطبوعاتو تېره هفته د پاکستان د توانای وزیر مملکت مصدق ملک له قوله وویل چې هېواد يې هر کال 70 مېلین بېرل تېل درامد کوي او غواړي چې د تېلو د درامداتو 35 فیصد برخه د روس نه واخلي.

په اسلام اباد کې د روس د توانای وزیر پاکستان سره د تېلو د معاهدې د اعلان نه مخکې ګڼ شمېر روسي مامورینو د پاکستاني چارواکو سره په مختلفو مدونو کې د همکارۍ اړه خبرې وکړې او دوه اړخیزه تجارت ته د ودې ورکولو په اړه درې لوظنامې او د مفاهمت ېاداښتونه لاسلیک کړل.

په نړيواله کچه په حالاتو کې د بدلونونو په رڼا کې څېړونکو ماسکو ته د زرداري سفر اهم بللی خو وایي روس نه د تېلو اخیستلو په لړ کې پاکستان باید په روس د امریکې او د نورو مغربي ملکونو اقتصادي بندیزونه هم په پام کې ونېسي.