د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، پاکستان په تهران کې په یوه برید کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کیدو وروسته د اسلامي همکارۍ تنظیم د "غیر معمولي غونډې" لپاره د ایران د غوښتنې بشپړ ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر علي باقري کني د جمعې په ورځ پر خپل رسمي ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر، د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ له مشر او د قطر، سعودي، ترکیې، مصر، اردن، روس او الجزایر له خارجه وزیرانو سره یې په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې او د اسلامي همکارۍ د تنظیم د بیړنۍ غونډې را بللو غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي همکارۍ تنظیم تر اوسه د ایران غوښتنې ته کوم رسمي جواب نه دی ویلی او نه دا معلومه ده چې دا غونډه به کله را بلل کیږي.
د ایران د ایرنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د سعودي او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي باقري کني سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د اسلامي همکارۍ د تنظیم د بیړنۍ غونډې جوړېدو هرکلی کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر علي باقري کني نن د شنبې- خالي په ورځ له اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته په تهران کې د اسماعیل هنیه پر وژنه د خپل هېواد ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سره د پاکستان د خلکو احساسات شریک کړي او زیاته کړې یې ده چې ل وزیراعظم شهباز شریف په غزه کې وروستي عملیات او د اسماعیل هنیه ظالمانه وژنه په "سختو ټکو" غندلې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د پارکستان قومي اسمبلۍ په متفقه توګه د اسماعیل هنیه وژنه د یو قرارداد په منظورولو سره وغندله، د پارلمان په ودانۍ کې یې د هغه د جنازې غایبانه لمونځ وکړ او د هغه وژنه یې د "نړیوال قانون، سفارتي معیارونو او د ملتونو تر منځ د منلو وړ چلند" خلاف عمل وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي باقري کاني له اسحاق ډار څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د دې موضوع په اړه د اسلامي همکارۍ د تنظیم او ای سي په "غیر معمولي غونډه" کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا غونډه د ایران په غوښتنه را بلل شوې ده او په پام کې ده چې په نیزدې راتلونکي کې جوړه شي.
د وزارت په بیان کې ویل شوي چې اسحاق ډار د او ای سي د دې غیر معمولي غونډې د غوښتنې بشپړ ملاتړ وکړ او تایید یې کړه چې پاکستان به په دې "مهمه غونډه" کې "فعاله برخه" واخلي.
اسماعیل هنیه د ایران د نوي ټاکل شوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند کولو په دستوره کې د ګډون لپاره د قطر څخه تهران ته تللی ؤ چې دغلته د چهارشنبې په ورځ د خپل کور دننه په یوه حمله کې وژل شوی وو.
ایران، حماس اؤ یو شمیر نورو هیوادونو د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري په اسرایل ور اړولې ده خو اسرایل تر دې ساعه په دې اړه کومه نیغ په نیغه تبصره نه ده کړې.
د اسماعیل هنیه د جنازې لومړی لمونځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په تهران کې د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنایي وکړ چې پکې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ او دویمه جنازه یې پرون د جمعې په ورځ په قطر کې وشوه او هملته خاورو ته وسپارل شو.