پاکستان د تندروه مذهبي ډلې ټي ایل پي په غوښتنه د اسرایل وزیر اعظم ترهګر وګرځولو

Saad Rizvi TLP

د پاکستان حکومت د تندروه مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان په فشار د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو ترهګر ګرځولی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې هغه دې د فلسطینیانو خلاف د مبینه جنګي جرمونو په تور کې د انصاف محکمه کې ودرول شي.

د وزیراعظم شبهاز شریف د سیاسي اؤ ولسي چارو د سلاکار راناء ثناء الله دا بیان د تحریک لبېک پاکستان د مظاهره چیانو سره د هغوي د احتجاجي پرلت ختمولو لپاره اسلام اباد کې د شوؤ مذاکراتو په مهال د ترسره شوي تړون یوه برخه وه.

د ټي ایل پي د یوې مهمې غوښتنې په منلو سره رانا ثناء الله ویلي نیتن یاهو یو ترهګر دی اؤ جنګي جرمونه یې کړي دي .

هغه دا خبره د ټي ایل پي د مشرانو اؤ د اطلاعاتو د مرکزي وزیر عطاء الله تارړ سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې کړې ده.

د تحریک لبېبک پاکستان په زرګونو پلویانو په غزه د اسرایل د بریدونو خلاف تېره اوونۍ پلازمینې اسلام اباد سره نزدې یو لاریون کړی ؤ اؤ له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې نیتن یاهو دې ترهګر وګرځوي، هغوي دا غوښتنه هم کړې وه چې د اسرایلي مصنوعاتو بایکاټ دې وکړل شي اؤ فلسطینیانو ته دې د پاکستان څخه مرستې ولېږل شي.

د جمعې په ورځ د وزیراعظم مشر رانا ثناء الله ویلي "مونږ غوښتنه کوو چې په هغه( نیتن یاهو) دې مقدمه وچلول شي "

د هغه وینا وه "مونږ په دې ظلم (غزې کې د اسرایلي بریدونو) د اسرایل اؤ نورو ککړو طاقتونو کلکه غندنه کوؤ"

تر دغه لاریون وروسته د تحریک لبېک فعالانو د اسلام اباد سره نزدې په یو لویې سړک احتجاجي پرلت پيل کړی ؤ .

په کال ۲۰۱۷م کې هم دې تندروه سیاسي اؤ مذهبي ډلې د پارلیمان د غړو حلف نامه کې د یو ترسره شوي ترمیم په ضد نزدې درې اوونۍ احتجاجي پرلت کړی ؤ اؤ حکومت یې خپلو غوښتنو منلو ته په ګونډو کړی ؤ.

پاکستان د اسرایل سره سفارتي یا تجارتي اړیکې نه لري اؤ نه یې هم تر اوسه په رسمیت منلی دی.

پاکستان د کال ۱۹۶۷ څخه د مخکنیو پولیو په اساس راجوړ د یو فلسطیني ریاست ملاتړ کوي.

رانا ثناء الله وویل "مونږ نه یوازې د اسرایل بلکې د هغې اړونده د ټولو هغو مصنوعاتو اؤ کمپنیو باییکاټ کوؤ چې په دې ظلم کې بالواسطه یا بلاواسطه لاس لري اؤ د هغوي د ځواکونو مرسته کوي"

حکومت د تحریک لبېک سره ژمنه کړې ده چې ددې میاشتې تر پاي به فلسطنیانو لپاره د زرو ټنو نه زیات امدادي سامان ولیږي .

د تېرکال د اکتوبر نه تر اوسه پاکستان د غزې د جګړه ځپلو لپاره نهه جهازونه بشري مرستې لیږلې دي.

( د وي او ای اردو څخه)