نیویارک کې د پاکستان او هندوستان وزیراعظمانو د امن او ملگرتیا خبرې اترې

د نیویارک په یو هوټل کې نواز شریف او من موهن سنگ تر یوې گنټې پورې خبرې اترې وکړې. د امریکې خبرې ادارې ایسوسې ایټډ پریس ای پې د رپورټ ترمخه، دواړو وزیراعظمانو یو بل ته لاس ورکړل، سره يي گړه بړه يي وکړل او بیا د تالار نه خبریالان ویستلی شول

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د هندوستان وزیراعظم من موهن سنگ نیویارک کې په وړمبي وار نیغ په نیغه لیده کاته کړې دي او د دواړو گاونډي هیوادونو ترمنځ د لانجو هوارولو او کشمیر کې په مشترکه پوله د ډربندۍ او امن په موضوع يي خبرې کړي دي.
دواړو مشرانو نیویارک کې د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا د غونډې په غاړه په داسې وخت کې لیده کاته کړې دي چې په ایټمي وسله سنبال هیوادونو ترمنځ په دې ورستۍ موده کې د کشمیر په پوله تاؤ تریخوالی زیات شوی دی.
د نیویارک په یو هوټل کې نواز شریف او من موهن سنگ تر یوې گنټې پورې خبرې اترې وکړې. د امریکې خبرې ادارې ایسوسې ایټډ پریس ای پې د رپورټ ترمخه، دواړو وزیراعظمانو یو بل ته لاس ورکړل، سره يي گړه بړه يي وکړل او بیا د تالار نه خبریالان ویستلی شول.
سږ کال د مۍ عام انتخابات گټلو په نتیجه کې حکومت کې د راتگ نواز شریف د من موهن سنگ سره دا وړمبی ملاقات وو.
نواز شریف د من موهن سنگ سره ملاقات "نوي ابتدا" گرځولې ده. خو په مقابله کې يي من موهن سنگ ویلي د لیده کاته نه دي ډیر توقعات باید وو نه ساتلی شي. هغه ویلي پاکستان سره تعلقات نشې بهتر کیدی تر څو پاکستان د خپلې خاورې نه وسله وال په هندوستان د حملو نه وو نه دروي.
د ښاغلي شریف او ښاغلي سنگ د ملاقات ورستو، د هندوستان د قامي سلامتیه مشیر شیو شنکر مینن خبریالانو ته وویل دواړو مشرانو تعلقاتو په ښه کولو اتفاق کړی دی او په دې لړ کې کشمیر کې په لائن اف کنټرول سرحد باندې امن او مان بنیادي شرط دی.
"مونږ ته پکار دي چې مونږ د کومو مسلو سره دا وخت مخ یو چې کار پې وکړی شي او بیا په وړاندې بوځو،" ښاغلي شنکر وویل.
شیو شنکر مینن وویل پاکستان او هندوستان د موجوده کچې د تعلقاتو په ځائې د بهتر تعلقاتو خواهش مند دي. کله چې د من موهن سنگ نه پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان د کشمیر په پوله امن راوستی شي؟ نو هغه وویل "ددې ثبوت په ائنده میاشتو کې راتلی شي."
د رائټرز خبرې ادارې د یو رپورټ ترمخه، په تیرو شا او خوا دوو میاشتو کې کشمیر کې په شریکه پوله د هندوستاني او پاکستاني ځواکونو په منځ کې د نښتو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو ۴۴ عسکر وژل شوي دي. تیر کال دا شمیره ١٧ وه.