د خیبر پښتونخوا سراج الحق د جماعت اسلامي نوی مشر

سراج الحق چې د خیبر پښتونخوا د جماعت اسلامي امیر وو د پارټۍ د دواؤ نورو اهم مشرانو په مقابله کې منتخب شوی دی. د هغه په مقابله کې د جماعت اسلامي موجود امیر سید منور حسن او د پارټۍ سکریټري جنرل لیاقت بلوچ امیدواران وو

د خیبر پښتونخوا د کابينې مشر وزیر سراج الحق د پاکستان تر ټولو لوې مذهبي او سیاسي گوند جماعت اسلامي نوی مشر یا امیر منتخب شوی دی.
سراج الحق چې د خیبر پښتونخوا د جماعت اسلامي امیر وو د پارټۍ د دواؤ نورو اهم مشرانو په مقابله کې منتخب شوی دی. د هغه په مقابله کې د جماعت اسلامي موجود امیر سید منور حسن او د پارټۍ سکریټري جنرل لیاقت بلوچ امیدواران وو.
د جماعت اسلامي د لخوا مطبوعاتو ته د ورکړی شوو معلوماتو ترمخه، سراج الحق په ٣١٣١١ ووټرانو کې د ٢٥٥٣٣ ووټرانو حمایت ترلاسه کړو او دا رنگ د پنځه کلونو دپاره د جماعت اسلامي امیر وټاکل شو.
سراج الحق د خیبر پښتونخوا دیر ضلعې سره تعلق لري او د صوبائي کابېنې مشر یا سینئیر وزیر دی او د خزانې قلمدان هم ورسره دی.
ددې نه وړاندې د ایم ایم ای په حکومت کې هم سراج الحق مشر یا سینیئر وزیر پاتې شوی وو.
د جماعت اسلامي د یو بل پخواني مشر قاضي حسین احمد تعلق هم د خیبرپښتونخوا سره وو.