د پاکستان په خاوره، د پولې نه لېرې، د هند د هوایي پوځ برید وروسته، د پاکستان پوځ هند ته گواښ کړی چې د هغه هیواد د هوایي ځواکونو وروستي برید ته به ځواب ووایي. خو ښایي د ځوابي حملې لپاره پاکستان سره په لاس امکانات د گوتو په شمیر وي.
د پاکستان د ممکنه ځوابي حملې لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ په پوځي طاقت کې بې تولي د پاکستان لپاره لومړی خنډ گڼل کیږي. دواړه هیوادونه ایټمي بمونه لري او داسې میزاییلونه هم لري چې ایټمي وسلې له ځانه سره د هدف د ځایه پورې وړلی شي.
خو د جگړې په روان تود بحث کې د دواړو غلیمو خواوو پوځي او سیاسي مشران د ایټمي وسلو د کارولو په اړه تر اوسه غلي پاتې دي.
که د ایټمي وسلو امکان ځای ونه لري نو بیا د ځواب لپاره کوم امکانات پاته کیدای شي؟
د پاکستان پخواني پوځي جنرال او دفاعي څیړونکي طلعت مسعود وي او اې ډېوه ته وویل چې پاکستان سره دوه ممکنه لارې دي: یوه دا چې په سفارتي توگه د هند حملې ته ځواب ووایي، خو داسې ښکاري چې دا وخت پاکستان په دغه امکان فکر نه کوي.
هغه زیاتوي چې پاکستان ته بله لار د پوځي ځواب ده: "ډېر امکان دا دی چې پاکستان د هند د حملې برابر ځواب ورکړي."
پخوانی جنرال طلعت مسعود وایي چې د پوځي حملې یو منفي اړخ هم کیدای شي او هغه دا که د پاکستان په ځوابي حمله کې هند ته ځاني یا مالي زیان واوړي، نو بیا امکان شته چې جگړه وغځیږي او دا هغه امکان دی چې د پاکستان پوځ به یې نه غواړي.
د پاکستان د پوځ پخوانی بریگیډئیر محمود شاه وایي: «پاکستان سره هند ته د ځواب لپاره ډېر او قوي امکانات شته. مونږ سره ښه جهازونه لکه Thunder Series او ښه ټینکونه شته. د امکاناتو په اړه زیات ځکه څه نه وایم چې که ځواب ویل کیږي، نو دا به حیرانوونکې وي.»
لکه څنگه چې بریگیډئیر محمودشاه په اشاره کې د پاکستان د امکاناتو یادونه کوي، نو داسې ښکاري چې پاکستان په کوم روایتي پوځي ځواب فکر کوي.
د هغه لپاره له پاکستان سره د الوتکو ترڅنگ، میزایلې او توپې شته. پاکستان کولای شي چې د هند په شان، د هوایي پوځ الوتکې د پولې بلې غاړې ته واړوي، بم وغورځوي، او د پوځ د ویاند د بدل اخیستلو وعده پوره کړي.
بله لاره ورسره دا کیدای شي چې د هند لور ته په کوم رسا یا خطا نښه په توپونو ډزې وکړي. دا کار له هند سره په جنوب کې له پخې پولې نه واخله تر په شمال کې په ویشل شوي کشمیر کې د راکښلې کچه پولې پورې چیرته هم کیدای شي.
د داسې ځوابي حملې په اړه، د هند ورځپاڼه انډین ایکسپرس په یوه څیړنه کې لیکي چې که پاکستان ځوابي حمله کوي، نو د جگړې محاذ غځیدلی او تند کیدلی هم شي.
که د ځوابي حملې وروسته د هند سره د جگړې میدان غځیدلی شي، نو آیا پاکستان به دې ته تیار وي چې ځوابي حمله وکړي؟
په دې اړه څیړونکي فکر نه کوي چې پاکستان دا وخت له هند سره د کومې غټې یا وړې جگړې توان لري. د دې غټ علت دا دی چې په تاریخي توگه له هند سره د پاکستان د پخوانیو جگړو نتیجې د پاکستان لپاره ښې نه گڼل کیږي.
نو که جگړه نه کوي، او په سفارتي توگه د هند مقابله کوي، نو بیا به څه وي؟
په پاکستان کې د سیاسي او نړېوالو چارو پروفیسر، منظور افریدي وایي چې په سفارتي کچه هم د پاکستان مټ لاندې ښکاري. وي او اې ډېوه سره خبرو کې نوموړي وویل: په هند کې پر پوځیانو باندې برید کې د جیش محمد لاس د پاکستان غټه کمزوري ده. هغه وایي، جیش محمد ترهگره ډله گڼل کیږي او پاکستان کې د دغې ډلې موجودگي، نړېوالو ته د منلو وړ نه ده.
که پاکستان د ځوابي حملې امکان ردوي، نو بیا د دې خبرې تمه ده چې په پوځ به نیوکې زیاتې شي. او دا ځکه چې د پوځ ویاند میجر جنرال آصف غفور او د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي په پرله پسې مطبوعاتي کنفرانسونو کې گواښونه کړي چې هند ته به ځواب وایي او دا چې هند یې اوس د ځواب انتظار وکړي.
د پوځ د ویاند وینا، د ولس تمې پارولې دي او که هغوی په انتظار ستړي شول، نو د پوځ په زیاتیدونکي بجټ، لاپو، او د پوځیانو لپاره په هیواد کې په گڼ شمیر آسانتیاوو به نیوکې زیاتې شي.