په خېبر پښتونخوا کې د کال ٢٠١٨ د پولیو وړمبی کېس په چارسده ضلع کې رپورټ شوی دی. دا رنگ په پاکستان کې سږ کال د پولیو په ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو شمیره څلورو ته ورسېدله.
په چارسده کې په عمر د ٢٢ میاشتو ماشوم د پولیو وایرس یا چراثیم متاثر کړی دی خو د صحت کارکونکي وايي ماشوم په بدن روغ او د معزورۍ نه بچ شوی دی.
د خېبر پښتونخوا د وړمبي کیس په شمول سږ کال په پاکستان کې په مجموعي توگه د پولیو څلور کیسونه رپورټ شوي دي. د چارسدې نه وړاندې درې نور کیسونه د بلوچستان د دوکۍ نه رپورټ شوي وو.
د پولیو مرض چې ماشوم په بدن معزوره کوي د نړۍ زیاتره برخو څخه ختم کړی شوی دی.
پاکستان، افغانستان او ناېجیریا د نړۍ درې هغه هېوادونه دي چې اوس هم پکې د پولیو ناروغۍ وایرس یا جراثیم وجود لري.
د صحت ماهرین وايي د پولیو ضد څاڅکې ماشومان ددې معزوره کونکي مرض نه محفوظ ساتلی شي خو د پولیو ضد ویکسین په اړه د ناسمه تبلیغاتو په وجه ځینې مور او پلاران ماشومانو ته دغه څاڅکې نه ورکوي.
کارپوهان او عالمان د پولیو د څاڅکو په اړه ناسمه تبلیغات ردوي او وايي چې ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکول نه خو غیر اسلامي دي او نه هم صحت دپاره نقصاني.
د خېبر پښتونخوا د پولیو د وړمبي کیس په اړه تفصیل د خبریال شاهین شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5