خیبر پښتونخوا د خپل حق ١٦ فیصد بجلي غواړي، گني نو احتجاج به کوي

د پنجاب صنعتي ښار فیصل آباد کې د صنعتکارانو یوې غونډې ته د ونیا په مهال نواز شریف وویل چین ته د خپل ورستي سفر په مهال يي چینائي چارواکو سره يي پاکستان کې د بجلۍ په مسله خبرې اترې کړې دي

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک ویلي که چرې مرکزي حکومت صوبې ته د خپل حق بجلي نه ورکوي نو د هغه حکومت به په احتجاج لاس پورې کوي.
پیښور کې خبري کانفرنس ته د وینا په مهال پرویز خټک وویل که چرې خیبرپښتونخوا ته د بجلۍ د قامي پیداوار ١٦ فیصد خپله برخه بجلې ورکړی شي نو صوبه کې به د لوډشیډنگ وخت یواځې شپږو گنټو ته را کم شي.
خبری کانفرنس کې د پرویز خټک په شمول حکومت کې شامل د نورو ائتلافي پارټیو مشرانو، د جماعت اسلامي سراج الحق چې د صوبې د خزاني وزیر هم د؛ د قامي وطن پارټۍ سکندر شیر پاؤ او د عوامي جمهوري اتحاد شاه رام ترکی، هم موجود وو.
ائتلافي گوندونو هم دغه غوښتنه کوله چې صوبې ته دې د خپلې برخې بجلي ورکړی شي.
وزیراعلا وویل که چرې صوبې ته او اولس ته خپل حق نه ورکړی کیږي نو په احتجاج په لاس پورې کوي. ښاغلې خټک وویل د اختر نه ورسته به صوبائي حکومت د خپلو غوښتنو عملي کولو په لړ کې عملي گامونه پورته کوي.
په عین حال کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي هیواد کې روانه د بجلۍ د کمي مسله ختمول يي وړمبۍ ترجیح ده او ډیر زر به د بجلۍ د پیداوار د لویو منصوبو اغاز ووکړی شي.
د پنجاب صنعتي ښار فیصل آباد کې د صنعتکارانو یوې غونډې ته د ووینا په مهال نواز شریف وویل چین ته د خپل ورستي سفر په مهال يي چینائي چارواکو سره يي پاکستان کې د بجلۍ په مسله خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي شریف وویل پاکستان کې د بجلۍ غلا او ضائع کیدل ډیر زیات دي او غیر حکومتي شمار شمیرې ښائي چې کچه يي ٦٠٠٠ میگا واټ ده.