په خېبرپښتونخوا کې تعلیمي ادارو د پرانیستل کېدو وروسته به د زدکوونکو او استازانو د کرونا وایرس ټېسټونه کیږي

د صحت صوبايي محکمې چارواکي وايي چې په دې اړه يي ټول انتظامات مکمل کړيدي په کوم يو سکول کې چې د کرونا وايرس ټسټ مثبت راشي نو هغه به تړلې کېږي او د اېس او پيز مطابق به هغه سيمه کې لاک ډاون لګولې شي

د کرونا وایرس مخنیوي په خاطر تړل شوي سکولونه، کالجونه او یونیورسټیانې به په مرحله وار ډول د سپټمبر د ۱۵ نېټې څخه بیا پرانیستل شي او د خېبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې د تعلیمي ادارو د بیا پرانستلو وروسته به د زدکوونکو او استازانو د کرونا وايرس ټېسټونو کیږي.
د تعلیمي ادارو د پرانیستلو فېصله د تعلیم صوبايي وزیرانو په اسلام اباد کې د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود په مشرۍ کې په مشترکه غونډه کې وکړه.

د وي او ای اردو څانګې ترمخه په غوڼده کې فېصله وشوه چې يونیورسټیانې، کالجونه او په سکولونو کې د نهم او لسم کلاسونه به د سپټمبر د ۱۵ نېټې څخه بیا شروع شي.

د رپورټ ترمخه صورتحال ته د کتنې وروسته به د ۲۲ سپټمبر نه د شپږم او اتم کلاسونه اود د نرسري نه تر د پنځم پورې کلاسونه به د سپټمبر د ۳۰ نېټې نه پرانیستل شي.

په خېبر پښتونخوا کې د صحت صوبايي محکمې چارواکي وايي چې په دې اړه يي ټول انتظامات مکمل کړيدي په کوم يو سکول کې چې د کرونا وايرس ټسټ مثبت راشي نو هغه به تړلې کېږي او د اېس او پيز مطابق به هغه سيمه کې لاک ډاون لګولې شي۔

بلخوا خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې چارواکي وايي چې ټولو تعليمي ادارو ته يي د اېس او پيز عملي کولو په اړه هدايات جاري کړې شويدي۔

په دې اړه وي او ای ډيوه سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د عامی روغتيا د څانګی مشر او د کرونا وبا د پاره ټاکلی شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان وويل چې د صحت محکمې ټيمونه به تعليمي ادارو ته ورزي او د طالبعلمانوترڅنګ د نورې عملی هم د کرونا وايرس ټيسټونه کوي۔

" چې کومو ماشومانو ته خدا نخواسته علامات شروع شوې وي نو هغوي به هم ټېسټونه کوو او رېنډم سېمپلنګ به هم کوو، او که مثبت وو نو بيا به هغه سکول مونږه په وخت د پاره بندا وو او بيا به هغه ډس انفېکټ کوو، لاک ډاون، سمارټ لاک ډاون يا هغه علاقه د نورو نه جدا کول نو دا ټول څېزونه به کېږي"

نوموړي زياته کړه چې د خلکو لخوا د کرونا وايرس پر ضد ا حتياط نه کولو له امله د صوبی په کچه د ياد رنز نه متاثره شوو تنانو په شمېرو کې زياتوالې په ريکارډ راغلی دی۔

" لکه مخکې به زمونږه 30 نه 40 پورې کېسونه راتلل کنه اوس هغه 70۔ 80 ته رسېدلي دي نو هغه زمونږه خلکو په غټ اختر کې، بيا په څلورلسم اګست او بيا په محرم کې هم زمونږه خلکو د اېس او پيز خيال نه دې ساتلی نو د هغې د وجې کېسز لګ زيات شوي خو بيا هم زمونږه د پاره دا شې الارم دي او مونږه په اېس او پيز عمل کوو نو انشاالله دا شې به واپس کمېږي"

د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمی اېډيشنل ډايرېکټر فريد خټک وي او ای ډيوه ته وويل چې ټولو سرکاري او شخصي سکولونو مشرانو ته يې د اېس او پيز يا سپارښتنو په لړ کې هدايات جاري کړي او څوک چې پرې عمل نه کوي د هغو خلاف به قانوني کاروايي کولی شي۔

" په دې کې د ماشومانو ترمنځه فاصله ساتل، د ماشومانو لاسونه وينزل، کوشش به دا وي چې اسمبلۍ سيشن به نه کېږي، د ابو بندوبست وي، د لاس وينزلو بندوبست وي، د صفايي بندوبست وي"

نوموړي زياته کړه چې کوم ماشومان تعليمي ادارو ته راځي نو هغو به د مخ پټولو ماسکونه هم کاروي۔

د پېښور حيات اباد مېډيکل کمپلکس کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي وياند ډاکټر محمد اظهار وايي چې د کرونا وبا مخنيوی به هله مکمن وي چې د سکولونو منتظمين په هغه سپارښتنو عمل وکړي کوم چې د حکومت لخوا د تعليمي ادارو او عام اولس د پاره وضع کړې شوې دي۔

" نو دغه شان په اېس او پيز عمل کولو سره رېنډنم سېمپلنګ دا دواړه که سائډ باۍ سائډ وچلي نو زما په خيال تعليمي ادارې به ډېر محفوظ طريقې سره مخکې لار شي او دا به وچلي"

په پاکستان کې د کرونا وايرس وړمبۍ پېښه سږ کال د فرورې په ۲۶ مه کراچۍ ښار کې مخی ته راغلی وه۔ د وړومبۍ پېښی ثبت کېدو سره سم د هېواد په کچه مارچ کې ټولې تعليمي اداری وتړلی شوی او د وخت تېرېدو سره لاک ډوان لګول شروع شو۔

دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه تر دې دمه د کرونا وايرس نه 36 زره 625 تنان ناروغه شوي او 1255 تنانو د ياد رنځ امله ژوند د لاسه ورکړېدی۔ شمېرې ښايي چې په دغه رنځ اخته تنانو کې 34 زره او 402 تنان صحتمند شوېدي