خيبراؤ اورکزو کې د40ؤ جنگيالو دوژنې ادعا

سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دتير يو شواروز په مهال دخيبرايجنسۍ په دواتوئي، باړه گټ، وچه ونه او نکائي سيمو کې ترسره شوؤ کارروائيو کې دتندلارودبارودي موادو او راشنو دجمع کولو ځائيونه هم تباه شوي دي

دپاکستان په قبائيلي سيمو خيبراو اورکزو ايجنسو کې دتير يو شواروز په مهال دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې بمبارۍ کې د40ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي او دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه شوي دي.
خو دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند وائي چې په دغه بمبارۍ کې دهغوي دډلې يواځې دوه جنگيالي وژل شوي او پاتې نور اولسي وگړي دي.
په کومو سيمو کې دجيټ څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې ، هغې پورې دميډيا رسد نشته ، ځکه په ازاد ډول ددغه کارروايۍ او پکې ادعا شوې مرگ ژوبلې تصدیق ممکن نه دی.
اورکزو او خيبرايجنسو کې دشورو په ورځ دجيټ الوتکو لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې لږ ترلږه 7 شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دبره اورکزو ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ محمد رفيق په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې بمبارۍ کې دتندلارو درې ځالې هم تباه شوي دي او زياته کړې يې ده چې دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 7 تندلاري وژل شوي.
دسرچينو ترمخه دجيټ الوتکو لخوا دشورو په سحرداورکزو ايجنسۍ په اوبلن او داورکزو سره نزدې قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده.
سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دتير يو شواروز په مهال دخيبرايجنسۍ په دواتوئي، باړه گټ، وچه ونه او نکائي سيمو کې ترسره شوؤ کارروائيو کې دتندلارودبارودي موادو او راشنو دجمع کولو ځائيونه هم تباه شوي دي.
سرچينې زياتوي چې دخيبرايجنسۍ په يادو شوؤ بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ کارروائيو کې ټول 23 تندلاري وژل شوي دي.
همدغه شان دخيبرايجنسۍ سره دپيوست قبائيلي سيمې اورکزوپه ماموزۍ سيمه کې ترسره شوې کارروايۍ کې هم دتندلارو 7 ځالې تباه شوي دي.
پوليټيکل ايجنټ محمد رفيق دتندلارو دڅلورو خفيه ځالو دتباه کيدو اؤ 10ؤ جنگيالو دوژنې پخلى کړى.
په عين حال کې دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان ددغو بريدونو په اړه وئيلي دي چې دهغوي يواځې دوه جنگيالي وژل شوي اؤ دپاکستاني جيټ الوتکو لخوا چې بمبارۍ کې کوم کسان وژل شوي په هغوي کې زياتره بې گناه اولسي وگړي دي.
هغه په دغه بمبارۍ کې دښځو او ماشومانو دوژنې ادعا هم کړې او زياته کړې يې ده چې زمونږ مرکزونه دبمبارۍ څخه بچ دي، مونږ پوهيږو چې په سيمه کې بايد څنگه په خوندي ډول پاتې شو.