د پاکستان تیراه قبائیلي سیمې نه د تیر کال په اخرو ورځو کې د تښتول شوې سک حکیم مړی موندلی شوی چې سر يي قلم کړی شوی وو او خپلوان يي وايي ممکنه ده چې هغه د پیسو د پاره نیول شوی وو.
مهندر سنگ د تیراه په تبۍ زخاخیلو کې د حکمت دکان وو. خپلوان يي وايي د ٢٠١٢ د نومبر په ٢١ مه نیټه وو تښتول شو. نن د هغه مړی ووموندلی شو چې سر يي قلم کړی شوی وو. د مهندر سنگ اخری رسومات پیښور کې ادا کړی شول.
د انساني حقوقو تنظیمونه وايي پاکستان کې د مخه په زیاتیدونکې تندروۍ او بې امنۍ د لاسه هیواد کې میشته مذهبي اقلیتونو غړي د خطراتو او دړکو سره مخامخ دي. دغه نتظیمونه وايي د اقلیتونو غړي نه یواځې د خپلې عقیدې په بنیاد او د اسلام په نوم د ویرې ترهې سره مخامخ کولی شي بلکه د حکومت په کچه د تحفظ د نشتوالي په وجه د تاوان د پاره او د شخصي شخړو او جنگ جگړو کې په اسانه په نخښه کولی شي.
که څه هم د حکومت د طرفه ویل کیږي چې اقلیتونو ته تحفظ ورکړی شوی دی او حکومت هم نمائندگي لري، د مهندر سنگ وژل کیدل اقلیتونو د پاره پاکستان کې موجودو مشکلاتو یو مثال کیدی شي. د مهندر سنگ اخري رسوماتو کې د سک ټولنې یو مشر هم ددغه مشکلاتو ذکر ووکړو او حکومت نه يي د تحفظ غوښتنه ووکړه.
د سک مذهب باني مزار ننکانه صاحب د پاکستان پنجاب حسن ابدال ښار کې موجود دی او سکان د صدیو راهسې د موجوده پاکستان په سیمه کې میشته دي. خیبر ایجنسي، تیراه، بنو، بونیر، مردان، د پاکستان هزاره سیمه، سوات، مردان، نوښار او خپله پیښور کې د سک مذهب منونکې میشته دي.
د مهندر سنگ د اخري رسوماتو او د هغه د خپلوانو د احساساتو په حقله پیښور کې نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال مدثرشاه رپورټ تاسو دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5