دپاکستان 25 کسيزې کابينې سوگند اخستى

دپاکستان دنوي ټاکل شوي وزيراعظم ميا محمد نواز شريف په مشرۍ ددغه هيواد 25 کسيزې وفاقي کابينې دجمعې په ماذيگر اسلام اباد کې دپاکستان دصدر اصف علي زرداري څخه سوگند اخستى.
دوه ورځې وروستو له هغې چې وزيراعظم نواز شريف ته دخپلې چوکۍ سوگند ورکړل شو ، ايوان صدر کې د16ؤ وفاقي وزيرانو اؤ دمملکت د9ؤ وزيرانو څخه صدر اصف علي زرداري سوگند واخستو.
وفاقي وزيرانو کې اسحاق ډار، چوهدري نثار علي خان، عبدالقادر بلوچ، شاهد خاقان عباسي، رانا تنوير، خواجه محمد اصف، سعد رفيق، زاهد حميد، سردار يوسف، پرويز رشيد، کامران مائيکل، سکندر بوسن، صدرالدين رشيدي، احسن اقبال،برجيس طاهر اؤ مرتضي جتوئي شامل دي.
همدغه راز دمملکت په وزيرانو کې ميا بليغ الرحمان، عثمان ابراهيم، خرم دستگير، جام کمال، شيخ افتاب احمد، عبدالحليم بلوچ، سائره افضل طاهر، انوشي رحمان اؤ پير امين الحسنات شامل دي.
اسحاق ډار به دخزانې وزارت، چوهدري نثار به داخله، خواجه اصف به داوبو اؤ بجلۍ، خاقان عباسي به دپيټروليم اؤ قدرتي وسيلو اؤ پرويز رشيد به داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير وي.
سرتاج عزيز په قومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو دوزيراعظم مشاور تعينات کړل شوى اؤ کيپټن(ر) شجاعت عظيم دايوي ايشن په اړه مشاورټاکل شوى، ثناء الله زهري به دوزيراعظم ځانگړى اسسټنټ وي.
په پاکستان کې ديوولسم مئ په انتخاباتو کې پاکستان مسلم ليگ(ن) دپارلمان په ښکتني ايوان( قومي اسمبلۍ) کې تر ټولو زيات سيټونه گټلي وؤ.
دوفاقي کابينې دسوگند اخستو په دغه دستوره کې دپاکستان نوى ټاکل شوى وزيراعظم ميا محمد نواز شريف، دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق اؤ اعلي پوځي اؤ سياسي شخصيات ، غيرملکي سفيران اؤ نور ميلمانۀ گډون کړى ؤ.