د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جسنېډه ارډرن د وزیراعظم عمران خان سره په ټېلې فون خبرې کړي او د کرایسټ چرچ ښار په دوو جوماتونو د خونړۍ حملې په وخت د پاکستاني شهري نعیم رشید د مېړانې ستاینه یې کړې ده.
د عمران خان دفتر مطبوعاتو ته په بیان کې وویل پاکستاني وزیراعظم د نیوزي لېنډ حملې غندلو دپاره جسنېډه ارډرن ته ټېلي فون کړی و. د عمران خان سره خبرو کې جسنېډه ارډرن په حمله کې د نورو پاکستانیانو "قربانۍ" هم وستایلې.
تېره هفته په کرایسټ چرچ کې په جوماتونو حمله کې ٥٠ کسان وژل شوې او گڼ شمېر نور زخمیان شول. د پاکستان خارجه دفتر په حملو کې د نهو پاکستانیانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی. یو افغان هم وژل شوی او درې نور زخمیان وو.
د حملې وروسته په هېواد کې د مسلمانانو ټولنې سره د خواخوږي او په سختو ټکو کې د حملې د غندلو په سر په نړیواله کچه د وزیراعظمې جسېنډه ارډرن ستاینه شوې ده. مېرمن ارډرن په جوماتونو حمله ترهگرۍ بللي او ویلي یې دي چې د حمله کونکي نوم به وانخلي.
د عمران خان د دفتر بیان وویل جسنېډه ارډرن پاکستاني وزیراعظم ته د هغه گامونو حال ورکړو چې نیوزي لېنډ د حملې ورسته اخیستې دي چې پکې په پوځي ډول ټوپکونو پابندي هم شامله ده. وزیراعظمې جسنېډه ارډرن وویل چې حکومت به یې د مسلمانانو د ټولنې تحفظ کوي.
د نیوزي لېنډ هم منصبې سره خبرو کې عمران خان په جوماتونو د حملې غندنه وکړه او د هغو گامونو ستاینه یې وکړه چې د نیوزي لېنډ حکومت د حملو په ترڅ کې اخیستې دي.
د وزیراعظم د ماڼۍ د بیان ترمخه، عمران خان وویل جسنېډه ارډرن د نړۍ نورو رهبرانو ته ووښودل چې د اسلام خلاف مخ په زیاتېدونکي نفرت او د تندروۍ مخه څه ډول نیول کیدی شي.
عمران خان وویل په پاکستان کې په لویه شمېره کې خلک د نیوزي لېنډ د وزیراعظمې د فېصلو او د هغې د رهبرۍ ستاینه کوي.
نعیم رشید د اېبټ اباد و او د خپل زوی سره په جومات کې وژل شوی دی. د هغه په اړه وېل کېږي چې حمله کونکي د مخه نیولو په کوښښ کې ووژل شو.