حکومت دطاهرالقادري غوښتنې رد کړي

طاهرالقادري وئيلي وؤ چې صدر او وزيراعظم اوس پخواني صدران او وزيراعظمان دي، دهغوي وخت ختم شو، تر سحر پورې قومي او صوبائي اسمبلۍ ماتې کړئ ، زۀ تاسو ته دسحر ديوولسو بجو پورې مهلت درکووم گنې بيا به خلک خپلې فيصلې پخپله کوي

دپاکستان حکومت دنهې په ورځ دتحريک منهاج القران دمشر طاهرالقادري غوښتنې غيرائيني او غيرقانوني گرځولې ددې دمنلو څخه يې انکار کړى دى.
سرچينې وائي اسلام اباد ته دطاهرالقادري او دهغه دپلويانو درارسيدو سره وروستو دراجه پرويز اشرف په مشرۍ يوه بيړنۍ غونډه شوې چې پکې دطاهرالقادري غوښتنې مسترد کړل شوي دي.
سرچينې وائي دغه غونډه کې خورشيده شاه او نورو گڼ شمير وفاقي وزيرانو گډون کړى او دطاهر القادري لخوا شوې غوښتنې يې غيرائيني او غيرقانوني گرځولي او ددې دمنلو څخه يې انکار کړى.
دتحريک منهاج القران مشر طاهرالقادري اسلام اباد کې زرگونو خلکو ته پخپله وينا کې وئيلي دي چې دهغه داووۀ نکته ييزې ايجنډې وروستۍ نکته داسمبلو ماتيدل او دخپل حق دترلاسه کولو پرته به بيرته نۀ ځي.
طاهرالقادري وئيلي وؤ چې صدر او وزيراعظم اوس پخواني صدران او وزيراعظمان دي، دهغوي وخت ختم شو، تر سحر پورې قومي او صوبائي اسمبلۍ ماتې کړئ ، زۀ تاسو ته دسحر ديوولسو بجو پورې مهلت درکووم گنې بيا به خلک خپلې فيصلې پخپله کوي.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې دکوم غيرائيني گام يا جمهوري عمل دپاټلۍ څخه دغورځولو دهڅې به په سختۍ سره مقابله کولى شي.
طاهرالقادري وائي چې هغه او پلويان يې په کومه غيرجمهوري طريقه باور نۀ کوي او هغوي داسلام اباد په ايوانونو دقبضې کولو لپاره نۀ دي راغلي.
دنهې په غرمه دپارليمنټ هاؤس سره نزدې دډي چوک په مقام دلانگ مارچ گډون والو ته پخپله وينا کې طاهر القادري وويل دصدر اصف علي زرداري پشمول دکوم سياسي گوند يا دهغوي دلارښود په ضد نۀ دى بلکې هغه د ناکاره نظام دښمن دى.
دپنجاب دسرښار لاهور څخه د36ؤ ساعتو دمزل وروستو دنهې په شپه اسلام اباد ته درسيدو وروستو طاهرالقادري دقومي اسمبلۍ پشمل دټولو صوبائي اسمبلو دماتولو لپاره دورځې د11ؤ بجو پورې مهلت ورکړى ؤ.
دنهې په سحر دلانگ مارچ گډونوالو دجلسې دمقرر شوي ځايې څخه وړاندې دپارليمنټ په لوري دورتللو هڅه وکړه چې په دغه مهال دپوليسو او مظاهره چيانو ترمينځ نښته هم وشوه، خو دوفاقي داخله وزير رحمان ملک په امر دغو خلکو ته ډي چوک پورې دتللو اجازت ورکړى شو.
هغه وويل دخپلو غوښتنو اووۀ نکته ييزه ايجنډا وړاندې کوي چې هغه ورته داسلام اباد اعلاميې نوم ورکړى دى.
هغه وويل چې داسمبلو ماتيدل دهغه دايجنډاې وروستۍ نکته ده.
پخپله وينا کې هغه يوځل بيا په حکومتي عهديدارانو او سياست دانانو سخته نيوکه وکړه او وې وئيل چې هيواد کې يواځې دعدليې او پوځ ادارې خپله فرائض ترسره کوي.
بلخوا دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې وزيراعظم راجه پرويز اشرف دنهې په سحر دملک په موجوده صورتحال دحکومت ائتلافي گوندونو او دمخالفې ډلې مشر ميا نواز شريف پشمول مهمو سياسي مشرانو سره صلاح مشورې کړي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې په دغه صلاح مشورو کې ټولو مشرانو دائين او جمهوري نظام په تحفظ اتفاق وکړو او سياسي قيادت په دې خبره متفق په نظر راغلو چې ائين ته دزيان رسولو، جمهوري عمل ختمولو يا دکوم بل غيرائيني گام دهڅو به په سختۍ سره مقابله کولى شي.
وزيراعظم وويل چې حکومت دزغم او برداشت څرگندونه کوي ، خو دا دې دحکومت کمزوري ونۀ گڼل شي.
اخوا دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې طاهرالقادري دلانگ مارچ په کولو سره خپل قوت ضائع کوي او زياته کړې يې ده چې هغه دکوم اختيار لاندې داسمبلو دماتولو خبره کوي.
ميا افتخار حسين دطاهرالقادري دغه گام مجرمانه، غيرائيني او غيرقانوني گرځولى.