راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ ترسره شوې يوه نښته کې درې پوځيان اؤ 9 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمرکزي کرمې ايجنسۍ په پاړه چمکني نومې سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو په يوه پوځي پوسته بريد کړى چې پکې درې پوځيان وژل شوي دي.
سرچينې وائي ددغه بريد وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا دبريدکوونکو په ضد ترسره شوې کارروايۍ کې هم 9 جنگيالي وژل شوي دي.
خو ځينې راپورونه بيا وائي چې په غرونو کې پټو جنگيالو په يو پوځي کاروان بريد کړى اؤ يو شمير پوځيان يې يرغمال نيولي وؤ اؤ ددغو عسکرو دراخوشې کولو لپاره دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات پيل شول چې پکې دنيول شوؤ عسکرو څخه درې وژل شوي اؤ نور راخوشې کړل شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې دنهو جنگيالو دوژل کيدو ترڅنگ اتۀ نور ژوبل شوي هم دي.
په تيرو وختونو کې هم دتندلارو لخوا کرمه ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو دغه رقم بريدونه ترسره شوي دي اؤ تيره مياشت هم دافغانستان څخه دپاکستان خاورې ته وراوختو جنگيالو په يوه سرحدي چوکۍ بريد کړى ؤ.