پيښور: په گريډسټيشن بريد کې 8کسان وژل شوي دي

دخيبرپښتونخوا د سرښار پيښور په شيخ محمدو سيمه کې تندلارو په يو گريډ سټيشن بريد کړى اؤ ددغه بريد وروستو په سيمه کې دواپډا اؤ پوليسو سره دتعلق لرونکو 8 کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
پوليس چارواکي وائي په وژل شوؤ کې دواټر اؤ پاور ډويلپمنټ اتهارټي( واپډا) پينځه کارکوونکي اؤ درې دکميونټي پوليس عسکر شامل دي.
چارواکي وائي دواپډا په وژل شوؤ کارکونکو کې يو ايس ډي او هم شامل دى.
دچارواکو وينا ده تندلارو دپيښور په شيخ محمدو سيمه کې په 500 کلوواټ گريډ سټيشن 7 راکټونه داغلي دي چې له امله يې په دغه گريډسټيشن اور لگيدلى.
راپورونه وائي بريد کې گريډسټيشن په مکمل ډول تباه شوى دى.
دبډه بيرې دتاڼې مشر( ايس ايچ او) گران الله ميډيا ته ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې په دغه بريد کې دواپډا شپږ گاډي، کنټرول روم اؤ نور ريکارډ ته هم زيان رسيدلى.
گران الله وويل تيره شپه د40ؤ څخه زياتو وسله والو جنگيالو په گريډسټيشن بريد کړى، ديوالونه يې تباه کړې او دننه داخل شوي اؤ زياته يې کړه چې هغوي راکټونه هم فائر کړي دي.
دهغه وينا وه چې دکميونټي پوليس عسکرو اؤ تندلارو ترمينځ تر يو څه ساعته دډزو تبادله هم شوې ده.
دهغه وينا وه چې دواپډا دملازمانو مړي دپيښې دځايې څخه ترلاسه شوي اؤ ددريوؤ پوليسو مړي هم موندل شوي دي.
دهغه وينا وه چې دبريد وروستو دواپډا څلور چارواکي اوس هم بې درکه دي اؤ دهغوي درک کې کولو د پاره لټون ه روان دی.
همدغه شان دبډهـ بيرې په ټانه کې رپورټنگ افسر عرفان گل وائي چې پوليسو ته معلومات ترلاسه شوي چې تيره شپه په پټو کې داوؤ کسانو مړي موندل شوي اؤ زياته يې کړه چې پوليس دنورو ورکو شوؤ پينځوؤ تنو لټه کوي.
دبريد وروستو په سيمه کې بجلي تللې اؤ سيمه په تيارۀ کې ډوبه شوې ده چې له امله يې په خلکو کې ويره ترهه خوره شوې، پوليسو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ پلټنې يې پيل کړې.
دواپډا چارواکو ددغه پيښې په ضد دټولې صوبې په کچه احتجاجونه پيل کړي، صوبائي دفترونه يې تړلي اؤ کارروايۍ يې اودرولي دي.