د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وړاندیز کړی چې پارلېمڼت دې د خپل پېنځه کلن مېعاد پوره کولو نه درې ورځې مخکې د اګست د نهمې نېټې پورې تحلیل کړی شي، دا خبر روېټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ د سیاسي سرچینونو له قوله ورکړو.
د رپورټ ترمخه، پارلېمنټ د تحلیل کېدو په نتیجه کې به د نومبر د میاشت پورې د نوو عامو انتخاباتو لاره هواره شي.
روېټرز په خپل رپورټ کې وویل چې پاکستان کې نوي انتخابات به په داسې حال کې کېږی چې داسې ګنګوسې وې چې د تېرو څو میاشتو راهسې سیاسي او اقتصادي مسلې ممکنه ده چې د ۲۲۰ مېلین ابادۍ یو داسې ملک انتخاباتو وځنډوي چې په اېټمي وسله سنبال.
د پارلېمنټ دوو غړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام یې د شهبازشریف په کوربتوب ډنر یا د ماښام په ډوډۍ کې شرکت کړی روېټرز ته وویل چې شهباز شریف خپل اتحادیان په اعتماد کې واخیستل ورته يې وویل چې د اګست په نهمه نېټه به د پارلېمنټ د تحلیل کېدو غوښتنه کوي او اقتدار به عبوري حکومت ته حواله کوي چې د انتخاباتو انتظام وکړی.
د پارلېمنټ پېنځه کلن مېعاد د اګست په ۱۲ نېټه سر ته رسېدونکی دی.
د پارلېمنټ یو غړي روېټرز ته وویل چې پارلېمنټ د تحلیل کولو او د عبوري حکومت د جوړولو په اړه به شهباز شریف د خپلو اتحادیانو سره هم صلاح مشوره کوي.
د اطلاعاتو وزارت حکومتي دریځ معلومولو دپاره د روېټرز خواست ته جواب نه ونه وېلو.
که پارلېمنټ د خپل مېعاد نه مخکې تحلیل شي نو نګران عبوري حکومت به په نوي ورځو کې د نوو انتخاباتو بندوبست کوي او که چېرې پارلېمنټ په خپل وخت د مېعاد سره سم تحلیل شي نو په داسې صورت کې نګران حکومت به د تازه انتخاباتو بندوبست په ۶۰ ورځو کې کوي.
تېرکال د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد دلارې د پخواني وزیراعظم عمران خان د حکومت ختمېدو نه پس د شهبازشریف په وزیراعظمۍ کې مخلوط حکومت جوړ شو چې مختلفې پارټۍ په کې شاملې دي.
حکومت د وېستل کېدو راهسې عمران خان غوښتنه کوي چې اینده انتخابات دې د وخت نه مخکې وکړی شي. د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د دغو غوښتنو په لړ کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند مظاهرې هم کړي دي او د سږ کال د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په سر د پوځ او د پي ټي ايي ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
رپورټ وايي عمران خان په پوځ الزام لګوي چې سازش دلارې يې هغه د اقتدار نه لرې کړی خو پوځ، چې د پاکستان د تاریخ نیمايي برخه يې په ملک حکومت کړی، د عمران خبره ردوي. روېټرز وايي په تېرو هفتو کې د پي ټي ايي خلاف حکومت اقدامات کړي دي او څېړونکي وايي پوځ د دغو اقداماتو حمایت کړی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي