طالبانو حمله کې د پولیو خلاف د پوځي ډلې ٣ غړي وژل شوې

د خیبر پښتونخوا لکي مروت ضلعي د جنوبي وزیرستان سره په پوله پرته سیمه کې طالبانو د پوځ په هاغه ډلې د راکټو حمله کړې ده چې د گل په ورځ يي ماشومانو ته د پولیوخلاف څاڅکې ورکولو مهم کې برخه اخسته، په نتیجه کې درې عسکر وژل شوې او درې نور زخمیان شوې دي.
عسکري چارواکو ویلي حمله د لکي مروت د قبائیلي یا ایف ار شادي خیلو سیمه کې شوې ده او پوځي عسکرماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکولو د پاره کور په کور گرځیدل.
چارواکو د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي وژل شوؤ عسکرو کې یو میجر او دوه سپایان شامل دي.
طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
جنوبي وزیرستان کې د طالبانو ترجمان عاصم الله محسود خبریالانو ته ویلي دوي د پوځ سره په جنگ دي خو د حملې هدف د پولیو خلاف څاڅکې ورکونکې ډله نه وه.
سیمه کې د استخباراتي چارواکو ترمخه د پولیو خلاف ډله کې غیر پوځي کارکونکې شامل نه وو.
د خیبرپښتونخوا حکومت د طرفه د پنځه ؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکول مهم د گل په ورځ ټوله صوبه او قبائیلي سیمو کې شورو کړی شوی دی.
چارواکې وايي د پولیو خلاف مهم په مهال به ١٦٠٠٠ ټیمان په لارو کوڅو، بسونو اډو او سړکونو لگیدلو ټول پلازو باندې ماشومانو ته د پولیو خلاف ویکسین څاڅکې ورکوي.
د پولیو خلاف د خیبرپښتونخوا حکومت د محکمه صحت د پروگرام مشر ډاکټر جانباز افریدي وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې د ماشومانو په مور او پلار غږ کړی چې خپلو بچو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو نه انکار نه کوي ځکه چې د پولیو مرض انسان د ټول عمر د پاره د معزورۍ ښکار کوي.
د حکومتي معلوماتو تر مخه سږ پاکستان کې ٥٦ د پولیو کیسونه مخ ته راغلې دي چې ٢۴ پکې په خیبر پښتونخوا او ٢٢ قبائیلي سیمو کې دي. تر ټولو کم کیسونه پنجاب صوبه کې راغلې دي چرته چې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو نه ورکولو شرح ډیره کمه گڼلی کیږي.
خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې یواځې هلته د پولیو کیسونه زیات دي چرته چې مور او پلار ماشومانو ته د پولیو خلاف ویکسین ورکولو نه انکار کوي.
ماهرین وايي پاکستان، افغانستان او نائجیریا د نړۍ هاغه یواځني درې هیوادونه دي چرته چې د پولیو مرض اوس هم موجود دی.