بلوچستان په ٥ ضلعو کې د پولیو خلاف کیمپین

پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره د جسماني معزوریته سره مخ کړي. پاکستان کې د پولیو څاڅکو په هکله دا هم ویل کیږي چې دا ماشومان د بچو ږیدولو صلاحیت نه محرومه کوي او ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول غیر اسلامي کار دی. خو عالمان او ډاکټران دغه خبرې ردوي

د ملگرو ملتونو د صحت نړي والې ادارې ورلډ هیلت ارگنائیزین او د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښیگړې ادارې یونیسف په مرسته د بلوچستان حکومت سبا یعنې د گل په ورځنې د صوبې په پنځه ضلعو کې د پولیو خلاف کیمپین شورو کونکی دی.

د کیمپین په مهال به د صحت کارونکې کوټه، چمن، قلعه عبدالله، پشین، شیراني او ژوب کې شا او خوا ١٥ کله ماشومانو ته پولیو نه د بچ کیدو څاڅکې ورکوي.

چارواکې وايي د بلوچستان په ښتنو په دغه سېمو کې د پولیو وائرس یا جراثیم موجودگي لري.

پاکستان کې وسله والو لخوا د پولیو خلاف کارونکو باندې د خونړیو حملو په نتاظر کې سبا نه شورو کېدونکې مهم په وخت به امنیتي ځواکونو د صحت کاروکونکو ته تحفظ ورکوي.

پاکستان، افغانستان او نائیجریا د ړۍ یواځیني هغه درې هیوادونه دي چرته چې اوس هم د پولیو مرض موجود دی.

پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره د جسماني معزوریته سره مخ کړي. پاکستان کې د پولیو څاڅکو په هکله دا هم ویل کیږي چې دا ماشومان د بچو ږیدولو صلاحیت نه محرومه کوي او ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول غیر اسلامي کار دی.

خو عالمان او ډاکټران دغه خبرې ردوي.

د بلوچستان د پښتنو سېمو کې د پولیو کیمپین په هکله چمن نه د ډیوه ریډیو خبریال نعمت الله سرحدي رپورټ دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

بلوچستان کې د پولیو خلاف کیمپین